fbpx

پاکستان هند ته: که اسیا جام ته نه راځئ، نو نړیوال جام ته نه درځو

خبریال ډاټ کام: د پاکستان کرکټ بورډ اجرايوي مشر وسیم خان خان تیره ورځ په لاهور ښار کې له رسنیو سره په خبرو کې ويلي،که چیرې هندوستان لوبډله د پاکستان په کوربتوب په سپټمبر میاشت کې ترسره کیدوونکي اشيا کپ سيالیو لپاره ور نشي. دوی به هم د هندوستان په کوربه توب په ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام کې برخه وانخلي.

وسيم خان وويل: (( که چيرې هندوستان لوبډله د اشيا کپ سيالیو لپاره پاکستان ته نه راځي.مونږ هم د دوی په کوربتوب په ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام کې برخه نه اخلو.))

د کریکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې چې دا ځلې د اتم پړاو نړیوال شل اوریز جام سيالۍ به په ۲۰۲۱ کال (اکتوبر-نومبر) میاشت کې د هند په کوربتوب ترسره شي.

د پاکستان کریکټ بورډ دغه اجرایوي رئیس هغه خبرونه هم رد کړل،چې ګواکې پاکستان کریکټ بورډ د بنګله دېش کریکټ بورډ سره د اشيا کپ سيالیو د کوربتوب په اړه معامله کړي ده.

لدې وړاندې ځینو رسنیو داسې معلومات خپره کړل،چې پاکستان کریکټ بورډ له بنګله دېش کریکټ بورډ سره یوه معامله کړې،چې له مخې یې که چیرې بنګله دېش کریکټ بورډ د دوی هیواد ته د ټيسټ لوبو لپاره لوبډله ور واستوي.دوی به د اشیا کپ سيالیو کوربتوب حق بنګله دېش هیواد ته ورکړي.

نوموړي وويل: (( د کریکټ اسيایي شورا لخوا د اشیا کپ سيالیو کوربتوب حق مونږ ته راکړل شوی دی.مونږ ددې صلاحیت او واک نه لرو چې د خپل کوربتوب حق بل چاته ورکړو.))

د کریکټ ماهرینو په وینا د پاکستان د اشیا کپ سيالیو کوربتوب د هند کریکټ بورډ پورې اړه لري.که چیرې یاد هیواد پاکستان ته له ورتللو انکار وکړي،بیا پاکستان د اشيا کپ سيالیو کوربتوب حق له لاسه ورکولی شي.

د یادولو وړ ده چې هندوستان د ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستان ته د سيالیو لپاره سفر ندی کړی.او د ۲۰۰۷ کال راهیسې د سياسي او ډيپلوماتيکي اړیکو د خرابولي له کبله، هندوستان له پاکستان سره بشپړ ټيسټ لوبو سيریز ندی ترسره کړی. له بلې خوا بیا پاکستان د يو لنډ اوریز سیریز لپاره په ۲۰۱۲ کال کې هند ته سفر کړی وو.

پاکستان که څه هم، هر ځلې د هندوستان کریکټ بورډ سره د مقابلې هڅه کوي،خو هر ځلې ناکام شوی دی.
دا پریکړه چې دوی په ۲۰۲۱ کال نړیوال جام کې د نه ګډون خبر ورکړئ، هغه مهال عملي بڼه پيدا کړي،چې کله نړیوال جام په هند کې ترسره شي.

د هند په کوربتوب د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام کې،دا ځلې د ۱۴ لوبډلو په ځای ۱۶ لوبډلې کوالیفای ترسره کوي.چې له جملې یې څوارلس لوبډلې په مستقیمه توګه لار ورته پیدا کوي.

لکه څنګه چې د اسټرالیا په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره ۸ لوبډلو د درجه بندۍ له لارې،لار پیدا کړه. همدغو ۸ لوبډلو د همغې درجه بندۍ له مخې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته هم لاره پیدا کړي ده.

دغه اته لوبډلې عبارت دي له: اسټرالیا،افغانستان،پاکستان،هندوستان،نیوزیلینډ،سویلي افریقا،ویسټ انډیز،انګلیستان.

ددغو پیاوړو اتو لوبډلو څخه شاتنی لوبډلې، بنګله دېش،سریلانکا،ایرلینډ،سکاټلینډ،هالینډ،پي این جي،عمان او نمیبیا څخه به څلور پیاوړې لوبډلې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته لار ومومي.

یعنې د همدې لوبډلو ترمنځ د (سوپر ۱۲) یا ۱۲ غوره لوبډلو پړاو چې د اسټرالیا په کوربتوب ۲۰۲۰ کال نړیوال جام ته په روان کال کې ترسره کیږي،په همدې پړاو سره به څلور همدغه پیاوړې لوبډلې هم په مستقیمه توګه ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته لار ومومي.

د (سوپر ۱۲) پړاو څخه ناکامې یا پاتې شو څلور لوبډلې به بیا له زمبابوې،اماراتو،هانګ کانګ او نيپال لوبډلو سره لوبې کوي… نړیوال شل اوریز جام ته د وتلو یا مخکې تللو هڅې به کوي، لدې پړاو څخه پاتې کیدونکي لوبډلې بیا له نورو اتو لوبډلو څخه چې د پنځو سیمو افریقا،اسیا،امریکا،اروپا،ختیځه اسیا څخه یې لار موندلي وي. د هغوی سره په لوبو کې مخ کیږي او مخکې راتلو هڅه به کوي.

نوټ: مجموعه ۱۶ ټیمونه دي.۱۲ ټیمونه په مستقیما توګه لار پیدا کولی شي. د ۱۲ ټیمونو څخه یې ۸ معلوم دي. او پاتې ۴ ټیمونه چې کله د اسټرالیا په کوربه توب د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام لپاره کوالیفای ترسره کړي.له هغې وروسته به معلوم شي.

ټاکل شوي وه چې په ۲۰۲۱ کال کې به چمپیون ټرافي سیالۍ ترسره شوي وی.هغه لغوه کړل شوې.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com