fbpx

امریکا ومنله چې غزني کې لویدلې الوتکه د دوی ده

خبریال ډاټ کام/ په غزني ولایت کې تیره ورځ د سپرلۍ یوه الوتکه لویدلې وه ، چې په لومړیو کې ویل کیدل دا الوتکه دکام آیر هوایي شرکت ده خو یاد شرکت دا خبره رد کړې وه.

دا الوتکه تیره ورځ د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې لویدلې وه.

خو اوس د امریکا د هوايي ځواک قومندان جنرال ډیویډ ګولډفین ویلي، چې لویدلې الوتکه د امریکا د پوځ اړوند ده.

د امریکا د هوايي ځواک قومندان ګلډفین دا خبر په واشنګټن کې خبریالانو ته منلی دی.

ډیویډ ګولډفین د  E-11A ډوله الوتکه کې د وژل شویو کسانو د شمېر اوهمداراز د الوتکې د سقوط په اړه دقیق څه نه دي ولي، خو دومره یې ویلي، چې پوره جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

بل لورته د امریکا دفاع وزیرمارک اسپرهم منلې چې الوتکه لویدلې ده،دغه رازافغانستان کې دناټو ځواکونو هم په غزني کې د دې خبرې پخلی کړی،چې الوتکه د امریکا اړوند ده او رسنیو ته یې په لیږلو معلوماتو کې د پیښې نور جزیات نه دي ورکړي .

افغان چارواکو تیره ورځ ویلي و، چې الوتکه د غزني ده یک ولسوالۍ د سیدوخیلو سیمه کې چې یاده سیمه د طالبانو ترکنټرول لاندې ده لویدلې وه.

بل لورته وسله واله والو طالبانو هم ادعا کړې، چې دا الوتکه د امریکا د پوځ اړونده ده او د دوی له خوا ویشتل شوې ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې د الوتکې د ویشتلو په اړه د طالبانو شوې ادعا رد شوې ده او ویلي یې دي،چې هیڅ داسې شواهد تراوسه نشته، چې الوتکه دې دوی ویشتلې وي.

طالبانو ویلي چې په الوتکه کې ګڼ شمېر امریکايي مامورین وژل شوي خو یو امریکايي چارواکي بیا ویلي، چې په دې الوتکه کې لوړپوړو چارواکو شتون نه درلود.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com