fbpx

وطنیو تولیداتو د پاکستانیو او ایرانیو مسالومخه نیولې

خبریال ډاټ کام/ ننګرهار کې د وطنيو تولیداتو د پاکستاني او ایراني مساله جاتو مخه ډپ کړې او واردات یې کم شوي دي.

په دې ولایت کې اوسمهال د مساله جاتو وطنۍ فابریکې فعالیت لري هغه څه چې پخوا یې شتون نه درلود.

د دې ولایت صنایعو او معدنونوخونې مسولین وایي، د دوی له ادارې سره په دې ولایت کې د حبیب زي په نوم د مساله جاتو یواځېنۍ فابریکه ثبت ده.

د یادې خونې رئیس اجمل شمس وایي، دا فابریکه په دې ولایت کې له تېرو څلورو کالونو راهیسې فعالیت کوي .

نوموړی زیاتوي،تر دې وړاندې له هېواد څخه د مساله جاتو د جوړولو خام مواد پاکستان او ایران هېواد ته لیږدول کېدل څو ترې بیلابیل ډول مسالې جوړې او بیرته یې هېواد ته راوړي.

خو په خبره یې اوس دا ستونزه حل شوې هرڅه همدلته ترسره کیږي.

د فابریکې مشر ذاکرالله حبیب زی وایي،په فابریکه یې په لومړیو کې شپږ میلیونه او اوس مهال نږدې لس میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده.

دی وایي په دې فابریکه کې دوی دیرش ډوله مساله تر جوړیدو وروسته بازار ته وړاندې کوي .

حبیب زي زیاته کړه، چې په فابریکه کې ورسره ۱۲ تنه مسلکي کارکوونکي په کار بوخت دي، خو په خبره یې ، چې په غیري مستقیم ډول ورسره سلګونه تنه کار کوي.

د فابریکې دمسولینو د معلوماتو له مخې هره ورځ د زیرې،سره مرچو،وچې دڼیا، وچې هوږې او نورو خام موادو څخه تر شل کارټنو پورې د خوراکي توکو مساله جوړوي، چې د هېواد ټولو ولایتونو کې ترې خلک ګټه پورته کوي .

پلورونکي یې هم د نورو په پرتله په هره برخه کې وطنی تولید غوره بولي.

هټیوال محمد ضمیر وایي، پخوا به پاکستانۍ او ایرانۍ مساله ډیره پلور کېده او له همدې امله دوی زیاته را لیږدوله ،خو د وطنۍ مسالې په جوړیدو سره د بهرنیو هېوادونو د مسالې بازار خراب او یواځې وطنۍ مساله پلورل کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وایي، که حکومت دغه ډول فابریکو ته پاملرنه وکړي،په ډیری برخو کې به د بهرنیو هېوادونو له اړتیاوو څخه وژغورل شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com