fbpx

ننګرهاریانو د پښتین په ملاتړ لاریون ترسره کړ

خبریال ډاټ کام/ د هېواد د نورو ولایتونو سربیره په ننګرهارکې هم دمنظور پښتین په ملاتړ لاریون ترسره شو.

 

لاریون کوونکو د پاکستاني حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول کیدل وغندل.

 

دوی د پاکستان پوځ پر ضد شعارونه ورکول او د پاکستان یې د مدني فعالیتونو پر وړاندې یو لوی جنایت کوونکی هیواد وباله.

 

د لاریون ګډونوالو د پاکستاني پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول کیدل د مدني حقونو او نړیوالو اصول خلاف عمل یاد کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل څو  پر پاکستان فشار راوړي چې نوموړی ژر خوشې کړي.

 

د لاریون سرلاری شریف الله ناصري منظور پښتین په پاکستان کې د میشتو قومونو دغږ پورته کولو او د ولس ریښتنی استازی بولي.

 

دی وایي د هغه مبارزه د لر او بر پښتونو قومونو ترمنځ د اتفاق او بیدارۍ لپاره مهمه وسیله ده.

 

نوموړي زیاته کړه، پاکستان تل پښتانه په یوه او بل نامه وژلي دي او هڅه کوي دوی تر خپل اغیز لاندې وساتي.

 

خو به خبره یې پښتانه د ویرې خلک نه دي او تل به خپل غږ پورته کوي او د پښتنو حقوق به غواړي.

 

لاریونوال وایي ترهغې به یې حرکتونه دوام ولري څو د پاکستان حکومت منظور پښتین له بنده ازاد کړی نه وي.

 

ضیاالدین همت مل هم دلاریون ګډونوال دی وایي، د پاکستاني پولیسو له لوري د منظور پښتین په نیول کیدو سره به د پښتون ژغورنې روان غورځنګ کمرنګه نه بلکې لا پسې پیاوړی شي.

 

دا په داسې حال کې ده ، چې د بشر حقونو نړیوالې ادارې آسیا څانګې، او جمهور رییس محمد اشرف غني هم د پښتون ژوغورنې د غورځنګ د مشر او د هغه د ملګرو په نیول کیدو خواشیني ښودلې او له پاکستان نه یې د نوموړې د خوشې کیدوغوښتنه کړې ده.

 

منظور پښتین وړمه شپه پاکستاني پولیسو په تاکال سیمه کې له خپلو شپږ ملګرو سره ونیوه. پولیسو د منظور پښتین ملګري خوشې او نوموړی یې تراوسه له ځانه سره ساتلی دی.