fbpx

پنجابي پوځیانو محسن داوړ او علي وزیر نیولي دي

خبریال ډاټ کام: د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د منظور پښتین په ننګه د لاریونونو پر مهال په اسلام اباد کې د (پي ټي ایم) دوه مخکښ مشران محسن داوړ او علي وزیر هم د لسګونه نورو ملګرو سره یو ځای د پنحابي پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې محسن داوړ، علي وزیر ، افراسیاب خټک، بشرا ګوهر ، عصمت شاه جهاني په اسلام اباد کې د پي ټي ایم د نورو مخکښو څېرو سره یو ځای د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی دی.

خو یو شمېر سرچیني وایي چې د افراسیاب خټک او فعالې بشرا ګوهر په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي خو په سیمه کې نادرکه دي.

په ټولنیزو رسنیو هم یوه ویډیو خپره شوې ده چې پکې ښکاري محسن داوړ د نورو ملګرو سره یوځای د ظالمو پاکستاني پوځیانو له لوري نیول کېږي .

راپورونه وایي، دوی ځکه نیول شوي چې یوازې په یوه ځای کې ورته د یوې غونډې اجازه ورکړل شوې وه خو دوی پراخ لاریون په پلان کې درلود.

خو لاریون کوونکي وایي، محسن داوړ او ملګرویې غوښتل چې د لاریونوالو سره یوځای له ټاکل شوي ځای ووځي او د پنجابي ریاست پر ضد په لویو لارو، چوکونو، او سړکونو باندې لاریونونه وکړي.

منظور پښتین وړمه شپه د پاکستاني ریاست له لوري نیول شوی دی چې د هغه په غبرګون کې د پاکستان او افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو له لوري لاریونونه پیل شوي دي.

نن د ورځې په اوږدو کې د پاکستان د خېبرپښتونخوا د پېښور، مردان، بلوچستان، وزیرستان، صوابۍ او سوات سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ملاتړ لاریونونه پیل شوي دي.

د افغانستان په خوست، ننګرهار، بامیان، کندهار، کابل، کونړ، لغمان او په نورو ولایتونو کې هم د پي ټي ایم بر ملاتړ او د پاکستاني ریاست پر ضد لاریونونه پیل شوي دي چې تر هغې پورې به دوام وکړي څو پورې چې منظور پښتین او نور غړي راخوشې کړی شوي نه وي.

د یادولو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په نیول کېدلو باندې د ټولې نړۍ سیاسي څېرو غبرګونونه ښودلي دي.