fbpx

داوړ: بې غیرتي هم حد لري، پنجاب سخت په ویره کې دی

خبریال ډاټ کام: په پاکستان کې د منظور پښتین د نیول کېدلو وروسته څو شېبې وړاندې د پي ټي ایم دوه نورو مخکښو مشرانو محسن داوړ او علي وزیر په ګډون لسګونه نور غړي د پاکستاني ریاست له لوري ونیول شول.

په ټولنیزو رسنیو هم یوه تازه ویډیو څو شېبې وړاندې خپره شوې ده چې پکې ښکاري محسن داوړ د فعالې بشرا ګوهر سره یوځای د پاکستاني پوځیانو له لوري په یوه موټر کې زندان ته لېږدول کېږي.

محسن داوړ د نورو ملګرو سره یوځای د پولیسو په ولکه کې دي،خو هغه د نیول کېدلو وروسته هم په خورا زړورتیا او شهامت سره پاکستاني ریاست ته په خطاب کې وویل چې د نړۍ په سر تر ټولو بېغیرته حکومت دی”

محسن داوړ چې د پولیسو په لاس کې و وویل، دا دومره بې غیرته ریاست دی چې د منظور پښتین په حق کې د قام اواز اوریدل هم نه غواړي، خو زیاتوي،په دا ډول کړنو باندې د پي ټي ایم اواز نه شي چوپ کېدلی.

نوموړی زیاتوي، مونږ له دې وړاندې هم تر زندانه رسېدلي یو، خو مونږ به له دا ډول زندانونو سره سره د پاکستاني ریاست دا تور مخ ټولې نړۍ ته روښانه کړو.

محسن داوړ په داسې حال کې نیول کېږي چې نوموړي د منظور پښتین د راخوشې کېدا لپاره د سلګونه نورو پښتنو سره یوځای په اسلام اباد کې په لاریون بوخت و، خو د پاکستاني پوځیانو له لوري ونیول شو.

د معلوماتو له مخې د مشر منظور پښتین د نیول کېدلو وروسته نن په اسلام اباد کې د محسن داوړ سره یوځای علي وزیر بشرا ګوهر،افراسیاب خټک، او د پي ټي ایم لسګونه نور غړي د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د منظور پښتین په ننګه نن د افغانستان او پاکستان په شمول د نړۍ پر بیلا بیلو سمیو کې د پي ټي ایم پلویانو له لوری ستر لاریونونه پیل شول چې دا لاریونونه به تر هغې پورې دوام پیداکړي څو پورې چې ریاست د پي ټي ایم مشران نه وي خوشې کړي.

د پي ټي ایم غړي ادعا کوي چې د پاکستان له لوري په دې هېواد کې د کلونو راهیسې په پښتنو باندې پراخ ظلمونه کېږي، د دې ظلمونو د ختمولو پر موخه دوی لویې هڅې پیل کړي دي، خو ریاست یې نه پریږدي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com