fbpx

پاکستاني حکومت د تورخم دروازه د تګ راتګ پرمخ وتړله

خبریال ډاټ کام/ د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، پاکستاني حکومت نن سهار د تورخم دروازه وتړله.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي وایي، دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

نوموړي که څه هم په دې اړه ډیر جزیات ورنکړل خو زیاته یې کړه، چې پاکستاني حکومت دروازه د امینتي ستونزو له امله تړلې ده.

خوږیاڼي زیاتوي، چې دروزاه نن سهار تړل شوې او د خلاصون هڅې یې روانې دي.

د تورخم دروازه وخت ناوخته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي ناندریو له امله د پاکستاني حکومت له لوري تړل کیږي.

که څه هم لا معلومه نه ده ، چې پاکستاني حکومت به د څه وجهې له امله دروازه تړلې وي خو، ویل کیږي پاکستان کې د منظور پښتین د نیول کیدو سره سم د افغان ولسمشر اشرف غني ټویټ او د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره د غني خواخوږي پر پاکستان اور بل کړی دی.

محمد اشرف غني وړمه ورځ په یوه ټويټ کې ویلي وو ، چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر په نیول کیدو خواشینی یم.

بل لورته بیا پاکستاني حکومت د افغان ولسمشر د ټویټ په غبرګون کې وویلې، چې دا د پاکستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده.

په دې وروستیو کې یوځل بیا پاکستانی حکومت د پښتنو له خوځښتونو په ویره کې راغلی دی.

پاکستاني پولیسو په دې وروستیو څو ورځو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر او د یاد غورځنګ مخکښ غړي نیولي ، چې له پښتنو سربیره نړیوال غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

د دې دروازې په تړل کیدو نه یواځې دواړه غاړه میشتو خلکو ته لویې ستونزې جوړیږي ترڅنګ یې دواړه غاړې سوداګر هم له لوی زیان سره مخ کیږي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com