fbpx

ریاست د ولس په زور محسن داوړ خوشې کړ

خبریال ډاټ کام/ پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې د غورځنګ دمشر له نیول کیدو وروسته د یاد غورځنګ ګڼ نور غړي هم تیره ورځ نیولي وو.

په نیول شویو کسانو کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ هم شامل وو.

راپورنه وایي، ولسي حرکتونو پاکستانی حکومت په ویره کړی او دې ته یې اړه کړ، چې ریاست محسن داوړ بیرته خوشې کړي.

خو بل لورته د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مخکښه غړې ثنا اعجاز وایي، پاکستاني حکومت د پښتون ژغورنې د غورځنګ ۲۹ غړي بیرته خوشې کړي دي.

نوموړې وایي،په خوشې شویو کسانو کې محسن داوړ هم شامل دی.

دا کسان تیره ورځ اسلام آباد کې د یوه لاریون پرمهال پاکستانیو پولیسو نیولي وو.

د یاد غورځنګ غړي وایي، د ریاست ظلم او جبر به یې له خپلې مبارزې په شاه نه کړي او لا به نور دوی مخته لاړ شي.

د دې غورځنګ یوه بل مخکښ غړي علي وزیر تیر ماښام له یوه نامعلوم ځایه رسنیو ته په مرکه کې ویلي، د دوی هوډ پياوړی دی او ورځ تر بلې به نور هم پياوړی شي.

علي وزیر وایي پښتانه د ویرې خلک نه دي او په نیول کیدو سره به  هیڅکله هم ونه ویریږي.

یوځل بیا په لر او بر کې پښتانه د پاکستان پر حکومت په غوصه شوي او لامل یې دادی ، چې پاکستاني حکومت څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې دغورځنګ مشر منظور پښتین ونیوه.

له پښتین سره په لومړیو کې دهغه نور شپږ ملګري هم نیول شوي وو خو پولیسو هغه خوشې او پښتین یې له ځانه سره وساته.

په ټوله نړۍ کې د پښتین نیول کیدو په ملاتړ تیره ورځ لاریونونه ترسره شول آن نړیوال غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com