fbpx

سوداګر: که د تورخم لار بنده وي میلیونونه افغانۍ زیان به وویني

خبریال ډاټ کام/ د تورخم سوداګریزه لار نن سهار پاکستانیو ملیشو وتړله او اوسمهال هیڅ راز تګ راتګ پرې نه کیږي.

ولایتي چارواکي هم مني چې د تورخم دروازه دهر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی یې لامل امنیتي ستونزې یادوي او وایي، د خلاصون په موخه یې هڅې روانې دي څو دروازه بیرته پرانستل شي.

د تورخم دروازې تړل کیدل افغان سوداګر هم اندیښمن کړي دي.

ننګرهارکې یو شمیر سوداګر وایي، که د تورخم دروازه خلاصه نه شي نو دوی به له میلیونونو افغانیو زیان سره مخ شي.

د ننګرهارد سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظیمي وایي، د تورخم دروازې دواړه لوریو ته په سلګونه بار موټرې ولاړې دي.

دی وایي که لاره خلاصه نه شي نو په موټر کې بار توکي به ټول له منځه لاړ شي.

سوداګر پر افغان حکومت او پاکستاني لوري غږ کوي ، چې ژر دې د سوداګریزو توکو پرمخ دروازه پرانیزي.

اوس د دروازې د تړل کیدو لامل امنیتي ستونزې یادې شوي خو سیاسي شنونکي بیا د دې دروازې دتړل کیدو ترشا د سیاسي انګیزې یادونه کوي.

سیاسي شنونکی فرهاد پیلوځی وایي، پاکستان تل د تورخم دروازې په تړل کیدو سره هڅه کړې، چې پر افغان حکومت فشار راوړي او له دې لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د تورخم دروزاه د افغان سوداګرو او ولسونو پر مخ تړي له دې وړاندې یې هم په ځلونو ورته اقدامات کړي دي.

اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې برخه کې له حکومته د دروازې د خلاصون غوښتنه کوي.

دوی وایي که څه هم د پخوا پر تله اوس د پاکستان فشار له دې لارې کم شوی خو د دوی په خبره بیا هم کومه لږه سوداګري چې له دې لارې روانه ده د دروازې تړل ورته زیان پيښولای شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com