fbpx

د مالداره کېدو آسانه لارې

که غواړئ چې د نړۍ له مالدارو کسانو په ډله کې وشمېرل شئ نو دغه عادتونه چې زه یې درته روښانه کوم په ځان کې ځای کړئ او ځان مالداره کړئ!

۱:ـ خپلې موخې په وخت وڅارئ:

هغه اهداف چې تاسې په ورځنې ډول ټاکلي په دقت سره یې تعقیب کړئ او کله که هم خپلو اهدافو ته

رسیدلۍ نو هغه لامیلونه او د کامیانۍ راز له ځانه سره واخلئ.

مهمه نه ده چې د اوږد مهال لپاره پلان یا اهداف ولرئ اړینه ده، چې د نن کار سبا ته پرېنږدو او د سبا لپاره اهداف مشخص کړئ. تر ټولو بریالي کسان هغه دې،چې د ورځنې پلان له مخې مخ ته لاړ شي.

۲:ـ روغتیا ته پام وکړئ

د بدن د سالم ساتني اوخوشحاله ژوند لپاره اړینه ده، چې مونږ صحی خواړه وخورو او د بدن له

روغتیا سره لوبې مه کوئ.

په (۲۴) ساعتونو کې (۳۰) دقیقې خپل صحت لپاره خاص کړئ، که چیری ، بدن دی روغتیا په حالت کې وي نو ستاسې پیسې به د ډاکټرانو جیبونو پر ځای ستا په جیب کې پاتي کیږي.

۳ وخت ته ارزښت ورکړئ:

ځکه که ورخت ته ارزښت ورنه کړو نو مونږ خپلو کارونو ته په سم ډول نه متوجې کیږو نو وخت ته ارزښت ورکړئ.

۴:ـ ښه اوریدونکی اوسه:

هر څه په دقت او توان سره اورئ او ښه اوریدونکی ووسه لکه څنګه چې د ویلو کوم توان او مهارت لرئ نو د اوریدلو لپاره هم ځان کې توان او مهارت پیداکړئ اوښیاران وایې، د کاروبار په لومړیو وختونو کې د ویلو څخه زیات اوریدل د کامیابی کلی ده.

۵:ـ اړیکې مو پياوړې کړئ:

خپل ژوند کې د مختلفو طبقو خلکو سره خپلې اړیکې پیاوړي کړئ، او له هغوی سره مرسته او همکارې کوئ او ټولنیز اړیکی ورسره ساتئ تر څو ستاسې اړیکي د هغو په زړه کې ځای ونیسي نو دغه یوه لویه سرمایه بلل کیږي.

۶:ـ بې ځایه وخت مه تیروئ:

 تلویزیون کم وګورئ، د یو رسرچ له مخې کامیاب کسان او شخص هغه څوک دی چې په ورځ کې د یو ساعت لپاره تلویزیو وګورې او یا بالکل یې ونه ګورې، ځکه چې د تلویزیون ډبي مخې ته ناستی او بی ځایه وخت مصرفولو څخه بهتره ده چې خپل کار توجه واړوئ.

۷:ـ مثبت فکره اوسئ:

همیشه او د تل لپاره مثبت فکر کوئ او له منفي سوچونو کولو ځان وژغورئ کله که هم تاسې د کمزورۍ احساس وکړو نو بیا پرمختګ نه شئ کولای.

دماغ مو یواځې په منفی فکر باندې مه محدودوئ ځکه چې انسان څه رقم فکر کوي هماغه شان عمل تر سره کوي. هرکله چې مثبت طرف ته مو توجه اوړي نو ترقی او پرمختګ کولی شی.

۸:ـ د خپلې لوړتیا لوړونې هڅه مه پریږده:

د خپلې دندې ترڅنګ د وړتیا لوړونی لپاره هم هڅه وکړئ، که غواړی په خپله دنده کې پرمختګ وکړئ ، پیسی تر لاسه کړئ نو له نوي تکنالوژۍ سره ځانونه وتړئ او زده کړه پکی وکړئ.

۹:ـ هوډ دې پیاوړی وساته:

کلک هوډ او له خلکو سره دوستانه رویه اختیار کړئ، د ترقی هر کار ته ښه راغلاست ووایی او خلکو سره نیک ا خلاق ترسره کوئ.

۱۰:ـ له اسراف نه ځان وساته او سپما وکړه:

له زیات مصارفو څخه ځان وژغورئ بچت (سپما) وکړئ، او د خپل توان او تنخواه مطابق مصارف عیار کړئ بی ځایه خرچې او مصارف مه کوئ،ځکه چې بی ځایه مصارف نه کول له تاڅخه مالداره شخص جوړلی شي.مګر دومره کنجوس هم ونه اوسئ چې په ملګرو کې د خندا شئ.

لیکوال او راټولوونکی : ادریس اصغري

د مالداره کېدو آسانه لارې

ډیری کسان غواړې چې مالداره شي نو دا لیکنه تر پایه ولولئ