fbpx

افریقایي اکرمېن د افغان لوبډلې روزونکی وګمارل شو

خبريال ډاټ کام/ د سويلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی او د سوپر سپورټ تلویزون د لوبې مباصر هېلټن ډېن اکرمېن د افغان کریکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې نوی روزونکی وټاکل شو.

اکرمېن په ۱۹۹۸ ميلادي کال کې د سويلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لپاره یوازې څلور ټیسټ لوبې د پاکستان او سريلانکا لوبډلو خلاف ترسره کړي دي،چې په ۸ اننګزونو کې يې یوازې ۱۶۱ منډې جوړې کړي دي.نوموړي په يوه ټيسټ لوبه کې زیاتې منډې ۵۷ دي.

نوموړی په ۲۰۰۵ کال کې د کولپک تړون په امضاء کولو سره له سويلي افريقا هیواد څخه انګلیستان ته کډوال شو او هلته یې د لیسيسټرشآیر لوبډلې لپاره د یوه کپتان په توګه لوبې پيل کړې.

اکرمېن تر ډيره په فرسټ کلاس سيالیو کې برخه اخیستي ده.نوموړي په ۲۲۰ فرسټ کلاس سياليو کې برخه اخیستي ده،چې په ۴۳،۷ اوسط سره يې (۱۴۶۲۴) منډې جوړې کړي دي.د نوموړي په یوه لوبه کې يې زیاتې منډې (۳۰۹ ناسوځيدلې) منډې دي.

اکرمېن همداشان د ۱۹۹۴ کال نه تر ۲۰۰۹ کال پورې ۲۳۰ لیست اې لوبو کې برخه اخیستي او ۶۳۶۶ منډې يې پکې جوړې کړي دي.

هغه همداشان په ۵۵ شل اوریزو سياليو کې ۱۸۱۱ منډې هم جوړې کړي دي.

۴۶ کلن هېلټن ډېن اکرمېن به په مارچ میاشت کې،د ایرلینډ سره د ترسره کیدوونکي شل اوریز سيریز کې د لوبډلې سره یو ځای شي.

اکرمېن ټاکل پداسې مهال مخې ته راځي،چې لدې وړاندې په تیر سپټمبر میاشت کې افغان بورډ بل سویلي افریقایی لوبغاړی لانس کولزنر د لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده ټاکلی وو.

د نوي روزونکي په اړه هم ویل کيږي،چې نوموړی د کریکټ د روزنې په برخه کې دومره خاصه تجربه نه لري.ځکه چې نوموړی د ټيټ لیول کریکټ یو لوبغاړی تیر شوی دی او له همدې کبله به نوموړی نوي د روزنې تجربه په افغان کريکټ ملي لوبډله کې لاسته راوړي.

د یادولو وړ ده چې افغان کریکټ ملي لوبډلې وروستۍ سيریز په تیر نومبر-دسمبر میاشت کې د ویسټ انډيز خلاف ترسره کړ.خو له هغې مودې راهیسې افغان لوبډلې بیا کوم سيریز ندی ترسره کړی.

که څه هم د نوروهیوادونو بورډونو د خپلو لوبډلو لپاره له سترو لوبډلو سره بشپړ سيريزونه برابر کړي دي. خو افغان کریکټ بورډ د کمزوري مدیرت په اساس تراوسه له سترو لوبډلو سره د سيریزونو په برابرولو کې بشپړه توګه ناکامه شوی دی.

ایرلینډ کریکټ بورډ د سترو لوبډلو سره د سیریزونو ترڅنګ په وزګار وخت کې له افغان کریکټ ملي لوبډلې سره د درې شل اوریزو لوبو سيریز برابر کړ.

یاد سيریز راتلوونکي مارچ میاشت کې په هند کې د افغانستان په کوربتوب ترسره کيږي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com