کور پاڼه / فلم او هنر / دبنګ تهري کې د سلمان خان سره څوک کار کوي؟

دبنګ تهري کې د سلمان خان سره څوک کار کوي؟

د هندي سينما د راروان فلم ((دبنګ تهري)) په تمه خو ټول دي، خو جالبه يې بيا دا ده، چې د دې فلم د ريکارډنګ يا د ستورو په اړه تراوسه چاته معلومات نشته.

د هندي سينما د دې لړۍ دوه فلمونه ډېر کامياب شول، چې له هغې وروسته د دې لړۍ د درېيم فلم د جوړېدو په اړه هم خبرې پيل شوې. سلمان خان او د هغه ورور ارباز خان، چې د دې فلم جوړونکى دى، د (دبنګ تهري) د جوړولو اعلان کړى دى او ويلي يې دي چې په دې فلم باندې کار روان دى، خو تراوسه پورې يې د ريکارډنګ او نورو ستورو په اړه څه نه دي ويلي.

لومړى خو دا اوازه خپره شوې وه، چې د سلمان خان په دې فلم کې به د هغې د مېرمنې (رجو) کردار بله ستورې ترسره کوي، خو بيا دا اوازه غلطه شوه او وويل شو چې سوناکشي سنها به په دې فلم کې هم د سلمان خان د مېرمنې رول ترسره کوي.

خو د دې سره دا اوازه هم وه، چې د سلمان خان سره په دې فلم کې د ټيلويزيون ستورې موني راو راروانه ده، خو اوس يوې هندۍ ورځپاڼې خبر ورکړى دى، چې په دبنګ تهري فلم کې موني راو مرکزي کردار نه لوبوي، بلکې موني راو به د سلمان خان د پخوانۍ ملګرې په څېر راڅرګندېږي.

دا ورځپاڼه زياتوي، چې د موني راو رول په دې فلم کې له ١٥ څخه تر ٢٠ دقيقو پورې دى، خو د سلمان خان مېرمن به په فلم کې سوناکشي سنها وي.

بلخوا دا خبر هم راغلى دى، چې په دې فلم کې به سني ليون هم راښکاره کېږي.

ياده دې وي چې د دې لړۍ مخکنيو دوه فلمونو (دبنګ) ٢٠١٠ او (دبنګ ٢) ٢٠١٢ کې نندارې ته وړاندې شول، چې خلکو ډېر خوښ کړل.

په دواړو فلمونو کې د سلمان خان د مېرمنې رول سوناکشي سنها لوبولى دى او سلمان خان په دې فلمونو کې د يو پوليس افسر کردار لوبولى دى.

Loading...

بیا وګوره

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …

شاه رخ خان او کرينه کپور

کرينې له شاه رخ خان سره له کاره انکار وکړ

د هندي فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور د هندي سينما له کنګ خان شاه رخ …