کور پاڼه / منځ پانګه / روحاني وايي هر ډول وسلو ته مو چې اړتیا وي جوړوو

روحاني وايي هر ډول وسلو ته مو چې اړتیا وي جوړوو

ایراني چارواکي وايي د ځان ددفاع لپاره هر ډول وسلو ته چې ضرورت وي یا یې جوړوي او یا یې پیري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د خپلو ملي ځواکونو د ورځې په لمانځغونډې کې خبرداری ورکړ چې اشغالګرو قدرتونو سیمه اغیزمنه کړې ده.

روحاني همدا راز ویلي، چې په سیمه کې هېڅ هېواد دایران حریم نه شي تهدیدولی او که ددې کارهڅه وکړي د ایران له توند غبرګون سره به مخ شي.

نوموړي نړیوالو ته په خطاب وویل، ایران یو خپلواک هېواد دی، هره وسله یې چې زړه وغواړي اخلي یې، هره وسله یې چې زړه وغواړي جوړوي یې او هېڅوک ددې کار مخنیوی نه شي کولی.

 

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

ډنمارکۍ وزيره: روژه په خوله مسلمانان د ټولنې لپاره خطرناک دي

د ډنمارک هېواد د کډوالو وزيرې پر يوه بيان باندې خلک ډېر غوسه دي. نوموړې …