fbpx

د کپتانۍ / لوبډلمشرۍ دندې او صلاحیتونه کوم دي؟

خبریال ډاټ کام: د کرکټ په لوبه کې لوبډلمشر داسې حیثیت لري،لکه په وجود کې چې د زړه کوم مقام او حیثیت دی.نه یواځې دا چې لوبډلمشر باید له ټولو لوبغاړو زیاتې سیالۍ کړې وي او نه یواځې د توپ وهنې زمرې وي او یا د توپ ویشتنې نومیالې وي.

لوبډلمشر دا صلاحیت هم باید ولري چې د یو څارګر په صفت د خپلې ټولې لوبډلې او هر لوبغاړي کمزورۍ او استعدادونه هم ورته ثانیه په ثانیه معلوم وي او خپلو لوبغاړو ته د نورو هیوادونو د لوبغاړو کمزورۍ هم ورپه ګوته کړای شي.

لوبډلمشر باید داسې مهارتونه او تجربې په لاره واچوي چې د هغو په نتیجه کې ملي ګټې په اثبات ورسوي. یو بااستعداده او ښه کپتان/لوبډلمشر له خپلو مهارتونو څخه په استفادې سره کولای شي،خپله یې سیالي ثابته کړي.

۱.ټاس ویشتنه:

د هرې لوبې د پېل څخه د مخه دواړه کپتانان/لوبډلمشران ویشنځای ته رابلي او د دریم لوبڅار یا منځګړي په موجودیت کې پچه ولي.د پچې ویشتلو اصول دا دي،چې د کوربه هیواد د لوبډلمشر به سیکه هوا ته ولي او د وربلل شوي یا میلمه هیواد لوبډلمشر به د سر یا لکۍ
Heads & tails / ناره کوي.

دواړه لوبډلمشران که څه هم چې مخکې له پچې ویشتلو د ویشتنځای او لوبغالي پوره معلومات درک کړي وي،خو بیا هم د پچې ګټلو ولا لوبډلمشر د توپ وهنې یا توپ ویشتنې د انتخاب فیصله په لاس کې لري او هر څه چې وغواړي انتخاب یې کولای شي.

که یو لوبډلمشر ډېره تجربه ولري،نو ویشتنځای ته څېړنیز نظر ګوري او بیا پوهیږي،چې څه باید وکړي.ویل کیږي چې د پچې ګټل د پنځوس سلنه لوبې ګټل دي،چې د ویشتنځای په خصوصیاتو پورې اړه لري.بعضې میدانونه د لومړي وار توپ وهنې وروسته خپل لومړی حالت له لاسه ورکوي او ویجاړیږي چې د دویم ځل توپ وهنې لپاره ډېر په تاوان تمامیږي.او یا د موسم او نورو اثراتو له کبله دویمې پاڼۍ ته ستونزمن شي.

د لوبډلمشر په لوبډلې پورې هم د هغه د لومړۍ توپ وهنې یا توپ ویشتنې فیصله کونکی وي،که چیرې د توپ وهنکو برخه پیاوړې وي نو د لومړۍ توپ وهنې فیصله کول ورته پکار ده.که یو لوبډلمشر د ټیسټ یا پنځه ورځنۍ سیالۍ لپاره پیاوړي توپ ویشتونکي ولري نو د دی لپاره چې د مقابل لوبډلې توپ وهونکي تر فشار لاندې راولي باید لومړۍ توپ ویشتنه وکړي،ځکه چې د سهار په وخت کې لوبغالي نم لري او لمدبل د توپ ویشتونکو سره د توپ وهونکو په سوځیدنه کې مرسته کوي.

فیلډنګ/توپ نیوونکو ګمارل:

د هر لوبډلمشر دنده ده چې توپ نیونې لپاره لوبغاړي کوم ځای باندې ودروي تر څو د ډیرو منډو او څلوریزو مخه ونیسي،چې پدې کار کې د لوبډلې نور پیاوړي او تجربه کار لوبغاړي هم له کپتان او توپ ویشتونکي سره مرسته وکړي.د توپ نیوونکو د ځای ټاکل د توپ وېشتونې د نوعیت چې کراره توپ ویشتونکې دی او که تېز،د توپ وهونکي طبیعت او سټایل ،او د لوبډلمشر په څرک پورې تړلې وي او هم د سیالۍ د وضعې پورې چې په کومه روانه ده.لوبډلمشر ښه پوهیږي چې حمله کوونکي یا دفاعي حالت اختیار کړي.

ماخذونه:icc cricket concel,google

لیکنه داورګل (ناصري)