fbpx

انوشکا شرما له فلمونو ډکولو وقفه واخیسته

خبریال ډاټ کام: د هند بالیووډ سينما ښځینه اداکارې انوشکا شرما تر نامعلومې مودې، د فلمونو له ډکولوڅخه وقفه اخیستي .نوموړي ويلي غواړي چې د فلمونو هاخوا ژوند په نورو مختلفتو برخو او ظرفیتونو کې کار وکړي.

انوشکا شرما د کمرې څخه د ليريوالي په اړه خبر په «ګريزیا» مجله کې ورکړئ.یاده مجله په روانه فبرورۍ میاشت کې چاپ شوه،چې د کاور تصوير يې د انوشکا شرما په تصوير پوښل شوی دی.

نوموړي د يادې مجلې سره په خبرو کې پدې اړه چې ولې يې له فلمونو ډکولو څخه وقفه اخیستي؟ په ځواب کې ويلي،غواړي چې ورو په ورو د فلمونو ډکولو ژوند څخه ځان له عادي ژوند سره اعیار کړي.

د نوموړي د مرکې په دوام کې ويلي،فلمي ژوند کې ستړي شوې او غواړي چې د خپل ژوند د برابرولو لپاره په نورو برخو کې کار وکړي.

هغې وويل: ((زه په يوه فلم کې خودکاره پيلوټه پاتي شوي یم.داسې وخت هم و،چې دوه فلمونه مو په يو وخت کې ډک کړي.دا ډيره ستړي کوونکي وه.ما خپله داسې اراده وکړه چې د ژوند په داسې برخو او شيانو کې کار وکړم،چې صحت لپاره مفید وي.زه د فلمونو هاخوا له ژوند څخه ناخبره یم.زه غواړم چې د عادي خلکو ژوند سره ورو په ورو ځان بلد کړم او له همدې کبله مو د فلمونو ډکولو څخه وقفه واخیسته.))

انوشکا شرما ويلي په پام کې لري چې د کالیو جوړولو يوه څانګه هم پرانیزي. د هغې په وينا هڅه کوي چې بعضې څه جوړ او تولید یې کړي.

د یادولو وړ ده چې انوشکا شرما په ۲۰۱۸ کال کې یوازې په دوو فلمونو«سوی دهګا» له وېرون دهوان سره او« زېرو» له شاه رخ خان سره ډک کړي دي او له هغې راهیسې يې په فلمونو کې کار ندی کړی.

د یادولو وړ ده چې انوشکا شرما د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې له خپل خاوند او د هند کریکټ ملي لوبډلې مشر له ویراټ کوهلي سره د ویسټ انډيز او اسټرالیا کریکټ سیریزونو او سفرونو کې یو ځای شوه.