fbpx

کابل کې د کرونا ویروس د درملنې یوه څانګه پرانیستل شوه

خبریال ډاټ کام: د کرونا ویروس د خطر له امله مخکې له مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړ چې د کرونا ویروس د درملنې لپاره یې په کابل کې لومړنۍ مجهزه څانګه پرانیستله.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دغې روغتون کې هغه ناروغان تر درملنې لاندې نیول کېږي چې د کرونا په خطرناکه ویروس باندې اخته شوي وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي، په دې سل بستریز روغتون کې به یوازې او یوازې هغه کسان تر درملنې لاندې نیول کېږي چې په دغې وژونکي ناروغۍ باندې اخته شوي وي.

فیروز الدین فیروز په کابل کې د دې څانګې د پرانیستې پر مهال وویل، “د اړتیا په صورت کې به د هېواد په ډیری ولایتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي پر موخه نورې څانګې هم پرانیزي”

د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دا څانګه د افغان- جاپان په نوم په یوه مجهز روغتون کې پرانیستل شوه چې پکې به د کرونا په ګډون لس ډوله ویروس تشخیص کړی شي.

د دې روغتون روغتیایي مسوولین وایي، په افغانستان کې تر اوسه پورې د کرونا د ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو دغه ویروس د نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته رسېدلی دی چې په همدې موخه یې په افغانستان کې هم لومړني تدابیر نیول شوي دي.

تر دې دمه په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۱ زره کسان د کرونا په خطرناکه ویروس باندې اخته شوي دي، دغه راز په ۲۷ نورو هېوادونو کې بیا شاوخوا ۴۰۰ وګړي د دې ویروس له امله وژل شوي دي.

دغه ویروس لومړی د چین په وووهان ښار کې وموندل شو چې له امله یې ډیر شمېر کسان په دې هېواد کې ووژل شو، خلک په خپلو ځایونو کې بند پاتې دي، دغه راز د دې هېواد سره سوداګري هم په ټپه دریدلې ده او خلک یې ورځ تر بلې د تېښتې په حال کې دي.

د معلوماتو له مخې د چین سربیره په تایلینډ، سینګاپور، سویلي افریقا، تایوان، جرمني، ملیشیا، اسټرالیا، تانزانیا ویتنام،کوریا، امریکا، فرانسه، متحده عربي امارات، کاناډا هند، فلیپین، ایټالیا، برتانیا، نیپال او په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د دې ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي.

د دې ویروس له ویري د چین له ووهان ښار څخه د نړۍ ډیری هېوادونو خپل وګړي هم وویستل، څو یې له وژونکې ناروغۍ بچ کړي.

د روغتیا نړیوالې ادارې هم په ټوله نړۍ کې بیړنی حالت اعلان کړی دی او له ټولو هېوادونو یې غوښتي دي چې د کرونا ویروس خطرناکه دی ممکن د نړۍ هر کونج ته ورسېږي چې په دې توګه دې تیاری ورته ونیسي.

د یادولو ده چې د دې ویروس د انتقال د مخنیوي لپاره د افغانستان په ګډون د نړۍ د ډیری هېوادونو په هوایي ډګرونو کې هم د روغتیاپالانو یوه – یوه ډله ګمارل شوې ده چې د تګ، راتګ پر مهال د مسافرو ټېسټونه کوي او بیا یې هېوادونو ته پریږدي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com