fbpx

د ۱۹ کلنو نړیوال جام: هند پاکستان ته شرمونکي ماته ورکړه

خبریال ډاټ کام: د سویلي افریقا په کوربه توب د نولس کلنو نړیوال جام پر دوام په نیمه پای لوبه کې هندۍ لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته په لسو ویکټو ماته ورکړه او د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام پای لوبې ته یې لار پیداکړه.

د دې نیمه پای لوبې پچه د پاکستان نولس کلنې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې پکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو دوی د ۴۳.۱ اورونو په لوبولو سره هندۍ لوبډلې ته په پنځوسو اورونو کې د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ، خو دفاع یې ترې ونه شوه کړی.

د پاکستانۍ نولس کلنې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې روهیل نظیر تر ټولو ډیرې ۶۲، حیدرعلي ۵۶ او محمد هارث ۲۱ منډې جوړې کړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د هندۍ نولس کلنې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو ډیر درې لوبغاړي مېشرا له مخې پورته کړ، دغه راز کارتیک او بیشونجي هم دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

په دوهمه پاڼۍ کې هندۍ لوبډلې د پاکستان د ۱۷۳ منډو هدف په ډیرې اسانۍ بې د کوم لوبغاړي سوځېدو سره په شپږ دیرشتم اور کې ترلاسه کړ او د دې سیالیو وروستۍ پای لوبې ته یې لار پیداکړه.

د هندۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نن دواړو پیلیزو لوبغاړو ریکارډ جوړ کړ او په یوازې ځان یې پاکستانۍ لوبډله ماته کړه، جیسویل ۱۰۵ منډې وکړې اوسیکنا هم ۵۹ منډې وکړې چې په دې سره یې د نړیوال جام پای لوبې ته لار پیداکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې لپاره ټولو توپ اچوونکو قسیم اکرم طاهر حسین، عباس افریدي،محمد عامر خان او امر علي د هندۍ لوبډلې کوم لوبغاړی ونه وسوځوه.

یاده سیالي هندۍ لوبډلې د لسو ویکټو په توپیر وګټله چې په دې سره یې د نړیوال جام په تاریخونو کې هند او پاکستان له یو او بل نه پنځه پنځه سیالۍ ګټلي.

په سږني نړیوال جام کې د افغانستان نولس کلنې لوبډلې هم برخه اخیستې وه چې په لومړنیو دوو لوبو کې سترې بریاوې خپلې کړې، دریمه یې مساوي شوه او په کوارټر فاینل لوبه کې بیا له پاکستانۍ لوبډلې ماتې ومنله.

دغه راز یې د نړیوال جام د پنځم مقام لپاره د تګ په لوبه کې هم د اسټرالیا څخه په دریو ویکټو ماتې ومنله، خو د اووم مقام لپاره به د نړیوال جام په دوام خپله وروستۍ لوبه سبا د سوت افریقا سره وکړي.