کور پاڼه / راپورونه / ملي دفاع وزارت د ۳۱ وسله والو د وژلو خبر ورکوي

ملي دفاع وزارت د ۳۱ وسله والو د وژلو خبر ورکوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي د هیواد په بیلابیلو سیموکې د ۳۱ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

له ملي دفاع ورازت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۳۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي .

خبرپاڼه وايي دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کنر، کاپیسا، غزني، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا،  ارزګان، فاریاب بلخ  او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د  غزنی ولایت د واغظ ، اندر او مقر په ولسوالیو کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي  ۱۲ تنه ټپیان ،۱۱ موټر سایکلونه او یوشمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې ۱۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان او د فاریاب ولایت د شرین تګاب په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي .

په  یاد وزارت زیاته وي ۱۶چاڼیز او  ۶۶خاص کماندویي عملیات  د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان  هوایي ځواکونو  ۳۱پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي او یوه هوایي ضربه د دښمن په پټنځای  تر سره شوې ده.

 

 

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

حکمتيار: ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پل تخنيک پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره …