fbpx

لوبه کې د رونالډو نشتون، محکمه د لوبې برابرونکي نه د ټیکټونو تاوان اخلي

خبریال ډاټ کام:د جنوبي کوریا یوې محکمې د لوبې برابرونکي هغه کس څخه غوښتلي چې مینه والو ته د هغه څه په اړه جبران یا تاوان ورکړي،چې تیر کال په جولای میاشت کې د فوټبال داخلي لیګ لپاره د اعلاناتو له لارې یې په لوبه کې د رونالډو د شتون په اړه مینه والو ته خبر ورکړی وو،خو وروسته په لوبه کې را ښکاره نشو.

د فسټا په نوم دغه کس د جنوبي کوریا په ال سټارز فوټبال لیګ سيالیو کې د جونایي سټارز لوبډلې سره د رونالډو د یو ځای کیدو او شتون په اړه خبر ورکړی وو،خو وروسته په لوبه کې رونالډو شتون نه درلود.

اوس مینه والو د جنوبي کوریا انچون سیمه ایزې محکمې ته عریضه کړې چې د فستا په نوم کس دوی ته د هغه څه جبران یا تاوان ورکړي،چې په درواغو اعلاناتو سره یې دوی دغې لوبې ته دعوت کړي وو.

یادې محکمې هم د مینه والو په حق کې پریکړه وکړه او له یاد کس څخه یې غوښتي دي، چې یادو نندارچیانو ته خپل جبران يا تاوان ورکړي.

د محکمې د حکم له مخې د فستا په نوم د لوبو برابرونکی دغه کس به دوو هغه نندراچیانو ته ۳ لکه ۷۱ زره (وونه) تاوان ورکړي چې ددغې لوبې د لیدلو لپاره ترې شوي دي.

د لوبې یو نندارچي هغه مهال ويلي وو،چې ولې یو کس ولې داسې یوه ژمنه کوي چې سر ته یې هم نشي رسولی.

یو بل کس بیا وویل،که چيرې رونالډو ۱۰ دقيقې لوبه هم کړي وی.ټول مینه وال به په خوشحالۍ سره خپلو کورونو ته تللي وی.

د یادولو وړ ده چې تیر کال په (کې لیګ ال سټارز) فوټبال سيالیو کې د رونالډو د ګډون د اعلان په اړه په درې دقیقو کې له ۳۰ زره (وونه) څخه چې ۲۵ ډالره کيږي، تر ۴۰۰ زرو (وونه) پورې ټکټونه خرڅ شوي وو.

عزیز الله عزیزي

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com