fbpx

يونس خان: پاکستان بورډ مې تر شپږ کروړه پورې پوروړی دی

خبریال ډاټ کام: د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني تجربه کاره پښتون لوبغاړي یونس خان په وروستۍ مرکه کې ويلي دي ،چې پاکستانی بورډ یې د ۴ کروړه پاکستانۍ کلدارو څخه نیولې تر ۶ کروړه پاکستانۍ کلدارو پورې پوروړی دی،خو نوموړي تراوسه د پاکستان کریکټ بورډ څخه د پيسو تقاضا نه ده کړې.

نوموړي وويل: (( د پیسو په برخه کې پاکستان کریکټ بورډ د (۴-۶) کروړه کلدارو پورې زما پوروړی دی، خو تراوسه ما له دوی څخه د پیسو د غوښتنې تقاضا نده کړې او نه مې د پیسو ستونزه را ولاړه کړې.

یونس خان زیاتوي،”””””څه چې درته د الله ج لخوا په قسمت کې وي هغه به ترلاسه کوې سي تاسو باید د پیسو ترلاسه کولو وروسته تيښته ونکړئ ما تراوسه د پیسو وروسته منډه یا تيښته نده کړې.))

یونس خان چې د پاکستان کریکټ بورډ سره یې اړیکې ښې ندي، نوموړی د نوولس کلنې لوبډلې سره د کار لپاره دعوت شوی وو،خو نوموړی یې وړاندیز رد کړ. همداشان نوموړی د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د دوهمې ټيسټ لوبې لپاره د پاکستان کریکت بورډ لخوا لیدو ته دعوت شوی و.خو نوموړی یې دعوت رد کړی و.

یونس خان زیاته کړه،چې هر وخت یې د زړه له کومې د پاکستان کریکټ بورډ سره کار کړی. د هغه په وینا چې دی هم له هغو لوبغاړو له ډلې څخه دی چې ښه په ویاړ سره یې کریکټ لوبې ترسره کړي او ښه په ویاړ سره یې ترې تقاعدي هم اخیستي ده.

هغه وویل: (( زه همیشه د پاکستان کریکټ بورډ سره کار کولو ته راضي یم.زه یو له هغو لوبغاړو څخه یم چې ښه په ویاړ سره د ۱۷ او ۱۸ کالونو خدمت وروسته له کریکټ تقاعد شوی یم او لوبې مو پریښودلي دي.))

یونس خان د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د وخت یو نامتو لوبغاړی تیر شوی دی.

نوموړي په ټيسټ کریکټ کې د ۱۰ زرو څخه زیاتې منډې جوړې کړي دي.

عزیزالله عزیزي.