fbpx

په کرکټ بورډ کې فساد د عمومي سپانسر مخه نیولې؟

خبریال ډاټ کام: د افغانستان په کرکټ بورډ کې د عمومي مشر فرهان یوسفزي او اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی ترمنځ روانو اختلافاتو د اوږد مهاله سپانسر مخه نیولې ده چې په دې سره یې د ملي لوبډلې او کرکټ بورډ ادارې ته لوی زیان اړولی دی.

څه وخت وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ په عمومي کلنۍ ناسته کې د بورډ غړو اداري مشرانو ته ویلي وو چې ژر تر ژره دې په کابل کې د الکوزي شرکت له مشر سره وګوري او د کابل د پلان شوي نوي کرکټ لوبغالي د جوړیدو بودیجي د ترلاسه کولو ترڅنګ دې ترې اوږد مهال سپانسر شیپ هم ترلاسه کړي، خو په کرکټ بورډ کې د ورستیو اختلافاتو له امله دا چاره تر اوسه نه ده عملي شوې.

د افغانستان په کرکټ بورډ کې د روان فساد او اختلافاتو له امله افغان ملي لوبډله،بلکې د بورډ اداره هیڅ داسې لوی اوږدمهاله هیله بخښونکی، درې کلن، دوه کلن او یا هم لس کلن” سپانسر شیپ” په غاړه نه لري چې د هغې په بودیجه دي د افغانستان د کرکټ لپاره کار وکړی شي، څو په هېواد کې د لوبو لپاره میدانونه، او هم مهاله ورسره د کرکټ اکاډمیانې جوړې شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ دواړو مشرانو فرهان یوسفزي او لطف الله ستانکزی د اوږد مهاله سپانسر نه شتون له امله دا ځل د ایرلینډ سره د یوه سیریز لپاره یوازې د څو لوبو د تګ لپاره ؛هند ؛ته د وړیا هوایي سفرونو پر موخه یو ځل بیا له” کام ایر” هوایي شرکت سره سپانسر شیپ لاسلیک کړی دی، خو یوازې او یوازې د تګ راتګ لپاره محدود شوی دی چې د لوبو د پای ته رسېدو سره سم به بېرته لغوه اعلان شي چې ممکن ورسره نور لنډ مهاله ملاتړې هم ونیول شي.

په افغانستان کې د الکوزي شرکت مسوولین غواړي چې یو ځل بیا د افعان کرکټ ملي لوبډلې او د دې ادارې اوږد مهاله عمومي سپانسر شیپ ته غاړه کېږدي، خو په کرکټ بورډ کې د مشرانو له لوري د ژورو اختلافاتو او د ثبوت شوي فساد له ویرې دوی دې ته زړه نه ښه کوي چې ګواکې اوږدماله ملاتړ ته دې غاړه کېږدي، دوی په ویره کې دي چې د تېر په څېر د دوی د سپانسر پیسې د مسوولینو شخصي جیبونو ته ولاړې نه شي.

الکوزي شرکت په تېر کې هم د کرکټ بورډ سره اوږد مهاله د ملاتړ قرار داد کړی وو، خو هغه مهال د دوی له لوري ورکړل شوې پیسې د مسوولینو شخصي جیبونو ته تللې وې چې له همدې امله یې لغوه اعلان کړ، د د دې شرکت پر وینا د دوی له لوري ورکړل شوې پیسې د افعانستان د کرکټ د خیر لپاره نه وې لګول شوې بلکې، د شخصي کاروبارونو لپاره لګول شوې وې.

الکوزی شرکت په دې شرط د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې سره د ملاتړ قرارداد لاسلیک کوي چې ګواکې د لګول شویو پیسو حساب به غواړي، خو په کرکټ بورډ کې د د لطف الله ستانکزي او فرهان یوسفزي له لوري د شته فساد له امله د دغه اوږد مهاله قرار داد مخنیوی شوی دی، خو د قرارداد د ترلاسه کولو لپاره په دې هڅه کې دي چې د سپانسر شیپ پیسې دې د دوی جیبونو ته لاړې شي، خو د شرکت مسوولین یې ورسره نه مني.

په کرکټ بورډ کې د اجرائیه رئیس او د عمومي رئیس له لوري روان اختلافات ورځ تر بلې په زیاتیدو دي، د دوی ماشومانه کړنو د ادارې کار کوونکي استفی وو ته مجبور کړي دي، خو د دواړو لوري اختلافات د افغانستان د کرکټ لپاره په تاوان تمامیږي، دواړه لوري یو د شرق په لوري بل د غرب په لوري روان دی، غواړي په هرې یوې موضوع کې لوی فساد وکړي او خپل جیبونو ډک کړي.

الکوزي شرکت له دې وړاندې هم په لومړي ځل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ سره اوږدمهاله لس کلن تړون لاسلیک کړی وو، خو د افعانستان د کرکټ بورډ ادارې ترې ناقانونه غوښتنې کولې چې له همدې امله یې ورسره دغه مالي تړون تېر کال لغوه اعلان کړ.

د کرکټ بورډ سره په دغې شوي لس کلن قرار داد کې راغلي وو چې د الکوزی شرکت به افغان کرکټ بورډ ته هر کال یو میلیون او ۳۰۰ زره امریکایي ډالره ورکوي چې یوازې او یوازې به یې د کرکټ په چارو کې د پرمختګ پر موخه لګوي ،خو د وخت اجرائیه رئیسانو او د بورډ مشرانو له لوري د ناقانونه غوښتنو په اساس هغه تړون په ۲۰۱۹ کال کې د څلورو کلونو په دوام لغوه اعلان شو.

هغه مهال د الکوزي شرکت له لوري ورکړل شوې پیسې د بورډ اجرائیه رئیس شفیق ستانکزي او د مشر شکرالله عاطف مشعل شخصي جیبونو ته تللې وې چې دوی هم پرې شخصي کاروبارونه شروع کړي وو.

الکوزی شرکت اوس هم د افغان کرکټ بورډ اوږد مهاله تړون ته تیار دی خو په دې شرط چې د دوی پیسې د مسوولینو شخصي جیبونو ته لاړې نه شي بلکې د هرې یوې پیسې حساب به ترې اخلي، څو د کرکټ د ښه والي لپاره ولګول شي؟ خو د کرکټ بورډ مسوولین یې ورسره نه مني او غواړي چې د سپانسر دا پیسې دې د دوی شخصي جیبونو ته ولاړې شي.

د تیر نړیوال جام پر دوام هم افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د سپانسر په توګه د ” امول” په نوم له یوه هندي شرکت سره لنډ مهاله تړون کړی و چې هغه تړون د اعلان له مخې په یو نیم لک امریکایي ډالره شوی و، خو داسې ښکاریدل چې پراخ فساد پکې شوی وو.

اوس نو د افغانستان کرکټ بورډ او ملي لوبډله هیڅ داسې دایمي اوږدمهاله “سپانسرشیپ “له ځان سره نه لري چې د یوې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله ثابته شي.

د یادولو ده که چېرې د اجرائیه رئیس او عمومي رئیس تر منځ یاد اختلافات همداسې روان وي نو لیری نه ده چې د افغانستان کرکټ به ډیر ژر بیرته وروسته راشي او په اداره به دا شته باور نور هم له منځه ولاړ شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com