fbpx

سبا د ایرلینډ خلاف سیالیو ته افغان لوبډله اعلانېږي

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري یوه اعلامیه خپره شوې ده چې پکې راغلي دي سبا یوولس بجې به د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د ایرلینډ خلاف سیالیو ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان شي.

د کرکټ بورډ پر وینا د غو دریو شل اوریزو سیالیو لپاره چې په هند کې ترسره کېږي د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې ټول پړاوونه بشپړ کړي دي چې یوازې به ورته سبا غوره او مناسب لوبغاړي اعلان کړي.

د معلوماتو له مخې دا لوبډله به د یوه خبري کنفرانس له لاري د خبریالانو پر وړاندې اعلان شي.

ټاکوونکي ډلګۍ وایي، چې د ایرلینډ خلاف سیالیو لپاره به په لوبډله کې ځوانو او با استعدادو لوبغاړو ته وخت ورکړل شي څو د افغانستان استازولي وکړي.

د افغانستان او ایرلینډ ملي لوبډلو ترمنځ ټاکل شوې ده چې دغه درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ د افغانستان په کوربه توب په مارچ میاشت کې پیل شي.

دا سیالۍ په لومړیو کې پلان شوې وې چې د ایرلینډ په کوربه توب ترسره شي، خو د ایرلینډ کرکټ بورډ هغه مهال د مالي ستونزو له کبله یې یادې شل اوریزې سیالۍ لغوه اعلان کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د شل اوریزو سیالیو پیل د مارچ میاشتې پر ۶مه نېټه وشي، دوهمه سیالي به پر اتمه او دریمه به پر لسمه نېټه د هند په” ګریټر نویډا کرکټ” لوبغالي کې ترسره شي.

د دې سیالیو ټول لګښت د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه اخیستی دی ځکه چې له دې وړاندې دغه سیالۍ ایرلینډ د مالي ستونزو له امله لغوه اعلان کړې وې.

کرکټ بورډ څه موده وړاندې د روان ۲۰۲۰ کال لپاره خپل مهالویش هم اعلان کړ چې پکې د نړیوال جام او اسیا کپ پرته هیڅ داسې لوبې نشته چې د دوی په هلو ځلو دې برابرې شوي وي.

د افغانستتان د کرکټ بورډ د مسوولینو له لوري د ۲۰۲۰ کال لپاره په داسې حال کې لوبې نه وې چمتو شوې چې همدې ایرلینډ لوبډلې هم د سږ کال لپاره نږدې ۱۵ ځانګړې نړیوالې لوبې په خپلو هلو ځلو چمتو کړي دي.

د افغانستان په کرکټ بورډ کې بیا سرچیني وایي، چې د لوبو د برابرولو او نړیوالو کرکټ بورډونو سره د اړیکو مسوولیت د اجرائیه رئیس “لطف الله ستانکزي” په غاړه دی، خو په خپله دنده کې تر اوسه پورې په بشپړه توګه پاتې راغلی دی.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ مبصرین او مینوال هم د کرکټ بورډه له مشرانو سخت خواشیني دي او وایي، چې د مشرانو له لوري د ۲۰۲۰ کال لپاره هیڅ داسې هیله بخښونکي پلان نه دی نیول شوی.