fbpx

د ایرلینډ پر وړاندې افغان لوبډله اعلان شوه

خبریال ډاټ کام: څو شېبې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د ایرلینډ خلاف د راتلونکو دریو شل اوریزو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان شوه.

د ایرلینډ خلاف د دریو شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبډلې اعلان نن د غوراوي کمېټې له لوري د یوه خبري کنفرانس له لاري د خبریالانو په شتون کې وشو.

په غوره شوې لوبډله کې بیا تر ډیره ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی.

په اعلان شوې لوبډله کې رحمان الله ګربز،حضرت الله ځاځی،کریم جنت،نجیب ځدراڼ،ګلبدين نایب،اصغر افغان لوبډلمشر محمدنبي،مجیب ځدراڼ، راشدخان،سميع الله شینواری،عثمان غني،شاپور ځدراڼ،قیس احمد،نوین الحق او عظمت الله عمرزی شامل دي.

په افغان لوبډله کې یوځل بیا پخوانیو لوبغاړو شاپور ځدراڼ، عثمان غني او سمیع الله شینواري ته هم چانس ورکړل شوی دی چې تر ډیره د ملي لوبډلې څخه په دې وروستیو کې لیرې پاتې شوي وو.

د افغانستان د غوراوي کمېټه وایي، چې لوبډله د یو لړ پړاوونو وروسته د استعداد پر بنا اعلان شوې ده چې له ډلې ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی.

افغانستان او ایرلینډ به د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب په هند کې د راتلونکې مارچ میاشتې پر شپږمه نېته د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي، چې دوهمه سیالي به یې هم پر اتمه نېټه او وروستۍ به یې پر لسمه نېټه په (ګریټر نویډا) لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د دې سیالیو کولو موخه یې راتلوتکې نړیوال جام او اسیا کپ ته د لوبغاړو چمتو کول دي څو ورته په بشپړه توګه تیار کړی شي.

خو بلخوا په اعلان شوې لوبډله باندې د کریکټ یو شمېر مبصرین او مینوال نیوکي کوي چې ګواکې بیاهم اصغر افغان پکې خپل ورور کریم جنت ته چانس ورکړی دی، خو یو شمېر یې بیا پر ځای بولي.

دا سفر به د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ بیا بیل شي اصغر افغان د څه مودې لپاره د لوبډلمشرۍ کښېنول شوی و چې پر ځای یې ګلبدین نایب او راشد خان د لنډې لنډې مودې لپاره لوبډلمشري وکړه.

بلخوا د کرکټ مبصرینو او یو شمېر پخوانیو مسوولینو له ځینو پخوانیو او هغو لوبغاړو چې عمرونه ډیر دي غوښتنه کړې ده چې نور دې د کریکټ نه لاس په سر شي او ځوانو لوبغاړو ته دې ځای پریږدي، خو لوبغاړو لا رسمآ کومه پریکړه نه ده اعلان کړې.

د یادولو ده چې د ایرلینډ خلاف د دې سیالیو ټول لګښت د افغانستان کرکټ بورډ وروسته له هغې په غاړه واخیست کله چې ایرلینډ دا لوبې لغوه اعلان کړې.