fbpx

بروکسل کې د پي ټي ایم پر ملاتړ افغانانو لوی لاریون وکړ

خبریال ډاټ کام: د بلجیم هېواد په بروکسل ښار کې د سلګونه افغانانو له لوري د پاکستاني ریاست پر ضد او پښتون ژعورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ننګه لوی لاریون ترسره شو.

د نورو نړیوالو هېوادونو سربېره په بلجیم کې هم د سلګونه افغانانو له لوري د پاکستاني ریاست پر ضد، د منظور پښتین په ننګه او د پښتون ژغورنې غورنې غورځنګ په ملاتړ دغه لوی لاریون وشو.

د دغې لاریون مشري د افغانانو په لاس کې وه چې په ډیر ښه شکل سره یې د دې هېواد په بروکسل ښار کې د یورپین پارلمان مخې ته ترسره کړ.

لاریونوالو د دې لاریون په اړه ویلي دي چې دوی د اروپایي هېوادونو پارلمان مخې ته ځکه دا ستر لاریون وکړ چې د دوی غږ د ټولو هېوادونو چارواکي واوري او په پاکستان کې پر پښتنو د روانو ظلمونو مخه ونیسي.

په دغې لاریون کې سلګونه خلکو د پاکستاني ریاست ضد شعارونه ورکول او د منظور پشتین د ژر تر زره راخوشې کېدلو غوښتنه یې وکړه.

لاریونوالو د پاکستاني ریاست وروستیو ظلمونو ته په اشارې سره په نړیوالو غږ وکړ چې په دې هېواد کې دې په پښتنو د روانو ظلمونو پوښتنه وکړي.

د لاریون پر مهال د پي ټي ایم د شهید شوي مخکښ غړي ارمان لوڼي په حق کې هم غږ پورته شو دوی له ياکستاني ریاسته وغوښتل چې ژر تر ژره دې د هغه قاتلین ونیسي او سخته سزا دې ورکړي.

دا لاریونونه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو وروسته د لر اوبر په ګډون په ټوله نړۍ کې پیل شوي دي چې تر هغې پورې به دوام وکړي څو پورې چې منظور پښتین نه وي خوشې شوی.

پښتین نږدې لس ورځې وړاندې د پاکستاني ریاست له لوري ونیول شو چې اوس د ډیره اسماعیل خان په مرکزي زندان کې د ۱۴ ورځو لپاره بندي شوی دی.

پاکستانی ریاست ادعا کوي چې منظور پښتین یې ځکه نیولی دی چې د ریاست پر ضد یې پاروونکي څرګندونې کړي دي، خو د پي ټي ایم غړي وایي، چې د پښتنو لپاره یې د حق غوښتنه کوله ځکه ونیول شو.

د پښتین په نیول کېدلو باندې د لر اوبر سربېره په ټوله نړۍ کې خلکو او سیاسیونو پراخ غبرګونونه وښودل.

د منظور پښتین د راخوشې کېدلو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنک مشرانو د هغه د راخوشې کېدلو لپاره بیلابیلې هڅې پیل کړي دي.