fbpx

داوړ: ریاست ته مو وطن خالي کړ، خو جبر او ظلم یې وکړ

خبریال ډاټ کام: نن له غرمې وروسته د خیبر پښتونخوا په ټانګ سیمه کې یو ځل بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه او د یاد ریاست پر ضد په زرګونه پښتانه سره راټول شوي وو او د منظور پښتین په ننګه یې خبل غږ پورته کړ.

په دغې غونډه کې چې په زرګونه خلکو ګډون کړی وو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ هم پکې خپله وینا وکړه او د غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو تر څنګ یې د ریاست د ظلمونو څخه یې یوځل بیا پرده پورته کړه.

محسن داوړ چې زرګونه خلکو ته یې وینا کوله وویل، موږ پخوا د پاکستاني ریاست د یوې غوښتنې سره سم چې ګواکې د ترهګرو پر ضد پکې عملیات کوي خپله سیمه په بشپړه توګه وسپارله، خو ریاست د ترهګرو د پاکولو پر ځای پکې پر مونږ جبر او ظلم وکړ.

هغه ریاست ته په خطاب کې وویل،”””مونږ پر یوه ژبه خپله مکمله سیمه پرېښوده چې ګواکې ریاست به زمونږ ژوند جوړ کړي، د ترهګرو به یې پاکه کړي، تعلیم به راکړي، کاروبار به جوړکړي، خو هغوی داسې ونکړ بلکې ترهګر یې ډیر کړ بمونه یې خښخ کړ او هم مهاله یې پر مونږ د جبر او ظلم تیری هم زیات کړی.

محسن داوړ زیاتوي، هغه مهال ریاست مات شو دوی زمونږ سره ظلم، جبر زیاتی وکړ پر وینایې د دې وطن د وګړو په توګه یې مونږ ته نه دي کتلي، نوموړی زیاتوي ریاست مونږ ته د یوه غلام په توګه کتلي دي، نه د یو عام وګړي په توګه.

محسن داوړ زیاتوي، “”ریاست د پښتنو په سیمه کې وسله والو ته وسلې ورکړې، امکانات یې ورته برابرول، مونږ ورته لاس تر زنې ناست وو او هم مهاله یې د پښتنو په سیمه کې حالت ورځ تر بلې خراب کړ، یوه ورځ به راشي مونږ به د ریاست پر ضد راپاڅیږو.”

محسن داوړ د څرګندونو پر مهال وویل، مونږ په دې فکر کې و چې د پاکستاني ریاست د عملیاتو وروسته به مونږ خپلو کورونو ته ستانه شو، ژوند به جوړ شي، خو نه دغو عملیاتو بیاهم دوام درلود هره ورځ به عملیاتونه وه، هره ورځ به وهل ټکول وو، هره ورځ به بې عزتي وه او ژوند ورځ تر بلې د تریخیدلو په حال کې و.

محسن داوړ په خپله وینا کې پاکستاني ریاست ته لوی چیلینج ورکړ او هغوی ته یې پر خطاب کې وویل ،چې د ټولۍ نړۍ عدالتونه دې راولي د پښتنو او کشمیریانو په سیمو دې وګرځوي دوی دې پرېکړه وکړي چې پر چا زیات ظلم جبر شوی، کورونه د چا وران شوي دی هغه زیاتوي په کشمیر هیڅکله هم بمباري نه ده شوې بلکې د پښتنو په سیمه د الوتکو له لوري هم بمبارونه شوي دي داسې تباهي شوې چې نړیوال به حیران کړي.

محسن داوړ په وروستیو کې د ټولو پښتنو وغوښتل چې د منظور پښتین په راخوشې کېدلو کې دې همداد ډول رول ولوبوي او همداسې لوی لوی لاریونونه او غونډې دې د هغه په ننګه وکړي هغه وویل، چې د ولس په زور به یې په لنډو ورځو راخلاسوي.

دیادولو ده چې منظور پښتین شاوخوا لس ورځې وړاندې د پاکستاني ریاست له لوري نیول شوی دی چې د لر او بر ترڅنګ یې په ټوله نړۍ کې غبرګونونه پارولي او د خلاصون پر موخه یې احتجاجونه دوام لري.