fbpx

داوړ: ترهګر ریاست به په ګیلامن پښتین څه ثابت نه کړي

خبریال ډاټ کام: پرون له غرمې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر “محسن داوړ ” د خیبر پښتونخوا په ټانګ سیمه کې زرګونه خلکو ته د وینا پر مهال وویل،چې د “پي ټي ایم” پر فعال ګیلامن پښتین به پاکستانی ریاست هیڅ څه هم ثابت نه کړي.

محسن داوړ هم تایید کړه چې په بحرین هېواد کې وزیرستانی ځوان ګیلامن پښتیین چې د ” پي ټي ایم” کلک ملاتړی او د پښتنو لپاره د حق غوښتولو ستر مبارز وو د پاکستاني ریاست په غوښتنه د انټرپول پولیسو په واسطه نیول شوی دی.

د پي ټي ایم دغه مخکښ مشر محسن داوړ د مبارز ځوان ګیلامن پښتین په نیول کېدلو سره خواشيني ښودلې ده، خو پاکستاني ریاست ته یې په خطاب کې وویل ،چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مبارزین چې پر هرځای کې ونیول شي غږ یې نه شي چوپ کېدلی.

محسن داوړ زیاتوي، که چیرې د انټرپول پولیس ګیلامن پښتین پاکستان ته راولېږي، نو دلته به د ترهګرۍ ریاست محکمه پرې هېڅ راز څه ثبوت نه کړي.

محسن داوړ خبر ډاډ ورکړ چې د جعلي قضیو پر وړاندې به خپله قانوني مبارزه همدا ډول روانه وساتي او داسې څه به رامنځته نه شي چې ګواکې یو پښتون ځوان دې بې له کوم ثبوته زندان ته ولاړ شي.

محسن داوړ په ټانګ سیمه کې پرون زرګونه خلکو ته د وینا پر مهال یوځل بیا پر پاکستاني ریاست تور پورې کړ چې ګواکې په دې هېواد کې د پښتنو پر وړاندې ظلم،جبر ته دوام ورکړی دی.

په دغې غونډه کې د منظور پښتین په ننګه هم غږ پورته شو محسن داوړ ژمنه وکړه چې د هغه د خلاصون پر موخه یې قانوني لومړنۍ هڅې هم پیل کړي دي او دغه راز به یې د خلاصون په برخه کې لاریونونه هم مرسته وکړي نوموړي له پښتنو وغوښتل چې د پښتین په ننګه دې هر ډول هڅو ته دوام ورکړي.

ګیلامن پښتین څو ورځې وړاندې د پاکستاني ریاست په غوښتنه هغه مهال ونیول شو کله چې نوموړي په دې هېواد کې د پښتنو او د منظور پښتین په ننګه خپله مبارزه په وروستیو کې نوره هم چټکه کړه.

ګیلامن پښتین وزیرستانی شاعر، لیکوال او مبارز ځوان دی چې د تېرو دریو کلونو راهیسې په بحرین هېواد کې په قانوني ډول ژوند کوې خو اوس د بحرین له لوري نیول شوی دی.

د ګیلامن پښتین په نیول کېدلو باندې په ټولنیزو رسنیو د لر او بر پښتنو کلک غبرګونونه پارولي دي او له بحرین هېواد یې غوښتي دي چې ژر تر ژره دې خوشې کړی شي.

د معلوماتو له مخې ګیلامن پښتین ممکن راتلونکې دوشنبه د پاکستاني ریاست په غوښتنه دغه هېواد ته ولېږدول شي، خو په ټولنیزو رسنیو خلکو د بحرین له حکومت او انټر پول پولیسو غوښتي دي چې د پاکستان پر ځای دې لوی افغانستان د پښتنو کور ته راولېږي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com