fbpx

پاکستانی ناصر جمشید د ۱۷ میاشتو لپاره په بند محکوم شو

خبریال ډاټ کام: د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چپ لاسی پیلېز لوبغاړی ناصر جمشید د کرکټ په لوبو کې د درغلیو او رشوت له کبله د ۱۷ میاشتو لپاره په بند محکوم شو.

په ناصر جمشید تور دی چې نوموړي په ۲۰۱۸ کال پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د اسلام اباد یونائیټډ او پشاور زلمی لوبډلو ترمنځ په لوبو کې په شریکه سره د ۳۰ زره برطانوي پونډو په مقابل کې،نور لوبغاړي کارکردګیو نه کولو ته هڅولي وو.

ناصر جمشید او ورسره دوه نور برتانوي تابیعت لروونکي پاکستاني یوسف انور او محمد اعجاز هم د برتانوي پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د محکمې د پریکړې له مخې ناصر جمشید د ۱۷ میاشتو،انور له ۴۰ میاشتو او اعجاز له ۳۰ میاشتو جیل سره مخ شوي دي.

ناصر جمشید د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پر مهال شرجیل خان دېته هڅولی وو،چې د اسلام اباد لوبډلې په دوهم اور کې لومړي دوه بالونه ونه وهي. شرجیل خان د فساد او درغلۍ له کبله د ۵ کالونو کرکټ بندیز سره مخ شو.

د شرجیل ترڅنګ خالد لطیف چې د ناصر جمشید سره یې راتلوونکو سیالیو کې د فساد جوړولو تکل درلود،هغه هم د کرکټ بندیز سره مخ شو.

د ناصر جمشید په اړه د لومړیو دوو توپونو مېس کولو خبر له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو په وروستیو لوبو کې د بنګله ديشي پولیسو لخوا ورکړل شو، خو هغه مهال دغه موضوع دومره جدي ونه نیول شوه.

که څه هم ناصر جمشید په لومړیو کې په هغه د درغلیو او فساد تورونه رد کړل.خو دسمبر میاشت کې د مانچستر محکمې لخوا په لومړي ټرایل یا پوښتنو کې یې پخپل جرم اعتراف وکړ.

د پاکستان کرکټ بورډ د فساد ضد کميټې تیر کال چپ لاسی توپ وهونکی ناصر جمشید د ۱۰ کالونو د کرکټ د هر قسم د لوبو د بندیز سره مخ کړ.

د یادولو وړ ده چې ناصر جمشید د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۲ ټیسټ،۴۸ یو ورځنۍ او ۱۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

عزیزالله عزیزي