fbpx

جاوید امیرخېل ولې په وزیرستان کې کنسرټ لغوه کړ؟

خبریال ډاټ کام: د افغانستان نامتو او د پښتو ژبې ترتوټولو مخکښ محبوب سندرغاړي “جاوید امیرخېل” په ټولنیزو رسنیو د ډیرو نېوکو وروسته په شمالي وزیرستان کې خپل پلان شوی کنسرټ لغوه اعلان کړ او یو ځل بیا یې د لر او بر پښتنو زړونه له ځان سره وساتل.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان نامتو سندرغاړی جاوید امیرخېل د پاکستان په شمالي وزیرستان میرانشاه سیمه کې د روانې فبرورۍ میاشت پر لسمه نېټه د دغې هېواد د پوځ په غوښتنه د یوه ورزشي پروګرام پر مهال خپل کنسرټ وړاندې کړي، خو پر وړاندې پښتنو کلک غبرګون وښود او امرخېل هم ژر تر زره یې یاد ” کنسرټ” لغوه اعلان کړه.

جاوید امیرخیل د خپل کنسرټ څو ورځې وړاندې په یوې ویډیوي پیغام کې د لر او بر ټولو پښتنو او خپلو مینوالو ته بلنه ورکړې وه چې د شمالي وزیرستان یونس خان سټیډیوم ته دې راشي او د دوی په جوړ شوي کنسرټ کې دې ګډون وکړي، خو له سختو نیکو سره د مخ کېدلو وروسته نوموړی په شاه شو.

په پاکستان او بهر کې ” جاوید امیرخیل ” ته د پښتون ژغورنې غورځنک یو شمېر غړو او پلویانو یې هم خبر ورکړی وو چې ګواکې د نوموړي کنسرټ د دوی په حق کې زیاتی دی ځکه چې پاکستان غواړي د دې کسنرټونو پر مټ نړیوالو ته شمالي وزیرستان د امن سیمه ور وپيژني او د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعاوې بې بنسټه ثابتې کړي، خو په حقیقت کې وزیرستان د ریاست له لوري بې امنه شوې او هم پکې د پښتنو پر وړاندې ظلمونو زور اخیستی دی.

جاوید امیر خېل هم د خلکو په غبرګون کې پر خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي وو:

“””په پام کې وه چی د فیبرورۍ پر لسمه نېټه په شمالي وزیرستان، میرانشاه سیمه کې د یوه سپورټي پروګرام په ترڅ کې به زه کنسرټ ورکوم خو د ځینو ستونزو له عمله زه دغه کنسرت کی ګډون نه شم کولای”””

جاوید امیرخیل وړاندې لیکي “” که د خالق خوښه وه زه به خپلو مینوالو او پښتنو ته په مناسب وخت کې یو نه ډیر کنسرتونه وکړم. زما هره سندره او هره کړیکه د خپل ولس لپاره ده”.

جاوید امیرخیل ته په خطاب کې هغه مهال ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو لیکلي وو چې ګواکې د دې کنسرټ په ورکولو سره به یې اففانان ونه بخښي ځکه چې پاکستان غواړي په دا ډول کنسرټ سره نړیوالو ته د شمالي وزیرستان ښه پیغام ورکړي او په پښتنو ظلمونه نور هم زیات کړي.

د یادولو ده چې دا کنسرټ په داسې حال کې لغوه اعلان شو چې په ټول پاکستان او نړۍ کې د پاکستاني ریاست پر ضد او د پي ټي ایم پر ننګه لاریونونه روان دي.