fbpx

په پښتین د لګول شویو دوو تورونو ضمانت منظور شو

خبریال ډاټ کام: تازه په ډیره اسماعیل خان کې محکمې په دوو قضیو کې د منظور پښتین ضمانت منظور کړی دی
او هم مهاله په دوو نورو قضیو باندې خبرې روانې دي.

د سرچینو له مخې د نن سهار راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ضمانت د خوشي کولو عریضه باندې په دیره اسماعیل خان محکمه کې پراخ بحث شوی دی چې په پای کې په دوو قضیو کې ضمانت منل شوی دی او دوه نورې لا پاتې دي.

د پي ټي ایم یوې سرچیني خبریال ډاټ کام ته وویل، چې نن د ډیرو بحثونو وروسته محکمې پر منظور پښتین د لګول شویو دوو تورونو ضمانت کړی دی ،خو پر دوو نورو قضیو ورسره خبرې روانې دي.

منظور پښتین تېره اوونۍ د پیښور پولیسو ونيو او بیا د محکمې په امر د ډیره اسماعیل خان زندان ته د دوو اوونیو لپاره لیږل شوی دی.

په منظور پښتین تور پورې شوی دی چې ګواکې په خپلو څرګندونو کې د پاکستاني ریاست، پوځیانو او ئین خلاف
خبرې کړي دي چې له همدې امله ریاست نیولی دی.

خو د پي ټي ایم غړي وایي، چې منظور پښتین د پښتون قام لپاره عدالت غوښته او د ریاست د ظلمونو څخه یې پرده پورته کولو ځکه نیول شوی دی.

د پي ټي ایم یو شمیر سرچیني بیاوایي، چې په منظور پښتین د ریاست له لوري په لسګونه نورې جالي قضیې هم ثبت شوي دي خو هغه نه منل کېږي.

د منظور پښتین د نیول کېدلو وروسته د لر او بر سربېره په ټوله نړۍ کې پراخ احتجاجونه پیل شوي دي چې لاهم روان دي او ورځ تر یلې د غځېدا په حال کې دي.

د پښتین په ننګه د پي ټي ایم بل مشر محسن داوړ هم په ډیرو ناستو او احتجاجونو کې پښتنو ته ډاډ ورکړی دی چې منظور پښتین به ډیر ژر له زندانه په قانوني بڼه ازاد کړی شي.

محسن داوړ پرون هم د یوې جلسې پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنک د پلویانو او د لر او بر ټولو پښتنو څخه غوښتي دي چې د پښتین په ننګه دې خپلو احجتاجونو ته دوام ورکړي څو هغه له زندان ازاد کړی شي.

پرون هم د پاکستان په ټانګ سیمه کې د منظور پښتین په ننګه په زرګونه پښتانه راټول شوي و او د هغه په ننګ یې خپل اواز پورته کړ.

د یادولو ده چې دا مهال د منظور په ننګه او د پاکستاني ریاست پر ضد په ټوله نړۍ کې احتجاجونه روان دي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com