fbpx

شکایاتوکمیسیون: نن به وروستي پریکړه  ټاکنوکمېسیون ته وسپاري

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، نن به د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپله وروستۍ پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.

که څه هم د ټاکنیزوشکایتونو خپلواک کمېسیون د پریکړو له اعلان څخه درې  ورځې تیرې شوي ، خو لا هم دغه کمېسیون خپله وروستۍ پریکړه په رسمي ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره نه ده شریکه کړې.

د یاد کمیسیون ویاندې زرمینې حقجو وایي، ښایي د ورځې ترپایه د شکایاتونو خپلواک کمېسیون خپله وروستۍ پریکړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.

حقجو زیاتوي، دوی د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته مقدماتي پریکړې لیږلي او ژر به یې پاتې ټول مکتوبونه او اړوند مواد په ټولیز ډول د ورځې تر پایه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

 دا په داسې حال کې ده، چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ډېری پرېکړې د هغه ۳ سوه زره جنجالي رایو په اړه وې، چې د میزان په شپږمه کارول شوې وې.

د شکایتونو کمېسیون د پریکړې په اساس، له ۱۳۷ زره ۶۳۰ مشکوکو رایو څخه ۱۰ فیصده او له ۱۰۲ زره ۱۲ رایو څخه، چې له ټاکلي نېټې مخکې یا وروسته کارول  شوي ۱۵ سلنه یې ځانګړي تفتیش ته ځي.

د کمېسیون د پریکړې له مخې که د ځانکړي تفتیش په لړ کې ۶۵ له مخې راي باوري وګنل شي ټولې ۱۰۲ زره او ۱۲ رایې به معتبرې وشمېرل شي.

د شکایاتو کمېسیون وايي، هغه معیارونه ، چې د دې رايو د باوري کېدو لپاره ځانګړي شوي، د بایومټیریک معلوماتو شتون، د رایو د ثبت کتاب، او د محل د رایې ورکونې په پاڼو کې یې ثبت دی.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه  بیا د دواړو کمېسیونونو ترمنځ روان حالت د اندېښنې وړ بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مني، چې د دواړو کمېسیونونو کارونه په ځینو برخو کې شاته پاتې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د میزان په شپږمه نېټه ترسره شوي ، خو تر اوسه، چې د دې ټاکنو څخه نږدې ۵ میاشتې تیریږي لا یې هم پایلې نه دي معلومې شوې.

ولسي خلک هم د ټاکنو له کمیسیون نه د وروستیو پایلو د ژر اعلان غوښتنه کوي.