fbpx

خلک: لغمان کې تاریخي ځایونه د تخریب له ګواښ سره مخ دي

خبریال داټ کام/ د لغمان یو شمیر فرهنګیان او  اوسیدونکي په دې ولایت کې داسې  لرغوني ځایونه او ودانۍ شته، چې د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

دوی له حکومت نه د لرغونو ځایونو د بیارغونې غوښتنه کوي.

لغمان هم د هیواد د یو شمیر نورو ولایتونو په څير تاریخي ځایونه او لرغونې اثار لري او خلک یې لیدو ته ورځي.

د لغمان اوسیدونکی عبدالحق وایي،  په مرکز مهترلام کې تاریخي پارک سراج کلا او مهترلام زیارت ځینې برخې اوسمهال د حکومت له لوري په خپله بڼه رغول شوي، خو د دوی په خبره یې ډیری داسې نور تاریخي ځایونه شته، چې د اړوندو مسولو ادارو د بې غورۍ له امله له سترګو پناه او پاملرنه ورته نه ده شوې.

خو بل لورته چارواکي بیا وایي ، د دې ولایت په ځينو برخو کې نا امنیي د دې لامل شوې، چې تاریخي ودانۍ یې نړولي او غصب شوي دي.

د لغمان د اطلاعاتو کلتور رئيس فضیان پټان وایي، چې په دې ولایت کې یې لوی تاریخي ځایونه، چې د رغیدو وړ وو په خپله پخوانۍ بڼه رغول شوي دي او پاتې نور یې هم له یاده نه دې وتلي.

پټآن بیا دا خبره ردوي، چې په دې ولایت کې لرغونې سیمې د نړیدو له ګواښ سره مخ دی او په خبره یې په پلان کې لري، چې په راتلونکي کې لغمان کې پاتې لرغونې ابدې هم په خپله پخوانۍ بڼه ورغوي.

له نورو ولایتونو سربیره په ختیځو ولایتونو کې جګړې، شته ناامنۍ ، خپل سرې کیدنې او بهرنیو هیوادونو ته د لرغونو اثارو قاچاق کیدل هغه څه دي، چې له امله یې تاریخي ځایونه د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.

فرهنګیان له حکومت نه په دې برخه کې ګیله من دي او وایي، څنګه چې لازمه وه فرهنګي ځایونو ته یې پاملرنه نه ده کړې.