fbpx

لورلایي کې د پي ټي ایم د جلسې مخنیوی شوی دی

خبریال ډاټ کام: د تازه معلوماتو له مخې د بلوچستان چارواکو نن د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغې جلسې مخه نیولې ده چې دوی د دې غورځنګ د شهید شوي مخکښ مشر ارمان لوڼي د تلین په مناسبت کوله.

د دې غورځنګ یو شمیر غړو په ټویټر لیکلي دي چې د جلسې د ګډوډولو پر موخه ریاست د دوی زیات شمیر ملګري هم نیولي دي، خو پر وینا یې د هر راز ستونزو سره سره به د ارمان لوڼي په یاد کې یاده جلسه وشي.

په لورلایي کې د پولیسو یوه مشر اسد کاکړ رسنیو ته تایید کړې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې مخنیوی دوی کړی دی، پر وینا یې د پي ټي ایم پلویانو ته یې یوازې د یوې غونډې اجازه ورکړې وه، خو دوی د ریاست پر ضد لاریون هم وکړ.

خو د دې لاریون او جلسې غړي وایي، چې احتجاج کول د ټول ولس حق دی او هغه مهال یې احتجاج کړی دی چې د پولیسو له لوري ورسره تاوتریخوالی رامنځته شوی.

د لاریونوالو پر وینا دوی د پاکستاني پوځیانو له لوري دغې جلسې ته په اسانۍ سره نه پرېښودل چې پر وړاندې ځای پر ځای لاریون پیل کړ.

دغې جلسې ته د پي ټي ایم مخکښ مشران او زرګونه خلک راټولیږي چې په پام کې ده ژر پیل شي.

څو شېبې وړاندې دغې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ښځینه مخکښه غړې ثنا اعجاز هم د نورو مبارزو نجونو سره یوځای روانه شوې ده.

پرون د دې غورځنګ بل مشر محسن داوړ هم د دې جلسې کولو خبر ورکړی وو داوړ ویلي وو چې د دې جلسې کولو موخه د ارمان لوڼي د تلین نمانځل او د مشر منظور پښتین د راخوشې کېدلو لپاره اواز پورته کول دي.

منظور پښتبن نږدې دوه اونۍ وړاندې د پېښور په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو له لوري په دې تور نیول شوی دی چې ګواکې د ریاست پر ضد یې پارونکي ویناوې کړي دي، خو د پي ټي ایم غړي وایي د پښتنو لپاره د حق غوښتلو په جرم نیول شوی دی.

د یادولو ده چې پرون ورځ په ډیره اسماعیل خان کې د منظور پښتین د دوو قضیو په پایله کې محکمې د هغه ضمانت هم منظور کړی دی او پر دوو نورو هم ورسره خبرې روانې دي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com