fbpx

پښتنې ملالې پېغلې وړانګه لوڼۍ او ثنا اعجاز ونیول شوې

خبریال ډاټ کام: څو شېبې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالې غړې ثنا اعجاز ، وړانګه لوڼۍ او عارف صدیق لورلایي جلسې ته په لاره د پاکستاني ځواکونو له لوري نیولې شوې دي.

دوی لورلایي ته د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت جوړې شوې جلسې ته پر لاره روان و، خو څو شېبې وړاندې د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د وړانګې لوڼې او سنا اعجاز نیول د پي ټي ایم مخکښ مشر محسن داوړ هم تایید کړې ده او ویلي دي چې دوی د ریاست په غوښتنه د پوځیان له لوري نیول شوي دی.

ویل کېږي د ثنا اعجاز او وړانګې لوڼي سره عارف صدیق او دوه نورې مبارزې نجونې هم وې چې لایې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ثنا اعجاز هغه مهال ونیول شوه کله چې نوموړې د دوه نجونو سره یوځای یو انځور په خپله فسبوک پاڼه او ټویټر پاڼه باندې خپوې کړ او ورسره یې ولیکل چې د لورلایي جلسې په لور وخوځېدلو.

بلخوا د روانې جلسې هم یو شمیر راپورونه خپاره شوي دي چې ګواکې پاکستاني پوځیانو د غونډې مخنیوی کړی دی او په زرګونه خلک یې غونډې ته نه دي پريښي.

په لورلایي کې پاکستاني چارواکو هم منلې ده چې د دې جلسې مخنیوی یې ځکه کړی دی چې د پښتون زغورنې غورځنک غړو د ریاست پر ضد لاریون کړی دی.

خو د غورځنګ غړي د ریاست دا تور ردوي او وایي چې د پولیسو له لوري ورسره تاوتریخوالی شوی دی چې دوی هم په مقابل کې لاریون کړی دی.

د دغې جلسې ګڼ شمېر انځورونه هم پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي چې ګواګې زرګونه کسان راټول شوي او د ارمان لوڼي د تلین د نمانځلو ترڅنګ به پکې د منظور پښتین د راخوشې کېدا لپاره هم غږ پورته شي.

محسن داوړ هم د ریاست له لوري د غونډې د ګډوډولو په اړه ویلي دي چې دوی د یوې اونۍ راهیسې په لور لایي کې د انټرنیټ (3g 4g ) خدمات بند کړي دي دغه راز یې د کراکرۍ د سامان الاتو ځایونه هم بند کړي دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي وایي، چې دوی به په ټول توان سره یاده جلسه ترسره کړي.

د یادولو ده چې د ثنا اعحاز او وړانګې لوڼې په اړه پاکستاني ریاست لا څه نه دي ویلي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com