fbpx

د محقق زوی باقر په خپل کور کې وژل شوی

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق زوی، باقر محقق په خپل کورکې په ډزو وژل شوی دی.

د محقق سکرټر سکندري رسنیو ته ویلي، محمد باقر محقق د خپل یو بل ورور له خوا، چې رواني ستونزه یې لرله، وژل شوی دی.

سکندري وایي، باقر محقق تیره شپه د خپل ورور حسین محقق له خوا د خوب په حالت کې په سر ویشتل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې برید کوونکی، چې رواني حالت یې ښه نه دی په ډزو کې۷ ساتونکي هم ټپیان کړي دي.

ویل کیږي له دې پيښې وروسته برید کوونکی حسین محقق هم په مقابلو ډزو کې په پښه ویشتل شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.

په ورته مهال کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نن ۹ نيمې بجې د کابل ښار په کارته سه سيمه کې د اجرايه رياست د دویم مرستیال محمد محقق د دوو زامنو حسين محقق او باقر محقق ترمنځ خپلمنځي نښته شوې، چې پرمهال یې باقرمحقق وژل شوی او پنځه تنه ساتونکي يې ټپيان دي.

یاد وزارت ویلي، چې خپله حسين محقق هم ټپي دی او دا مهال ټپيان ټول د ملي امنيت روغتون ته لېږدول شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي، د پېښې سیمې ته پوليسو عاجله رسيدنه کړې او قضيه د تعقيب لاندې ده.

د پيښې په اړه که څه هم په واضح ډول څه نه دي ویل شوي، چې ولې یې وژلی خو امنیتي مسولین وایي، په اړه یې څيړنې روانې دي او ژر به د دې پيښې په اړه کره جزیات رسنیو سره شریک کړي.

د افغانستان خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.