fbpx

چارواکي: کونړکې سږکال ۱٬۲ میلیونه نیالګي کېنول کیږي

خبریال ډاټ کام/ په ختیځ کونړ ولایت کې د کرنې اوبو لګلولو او مالدارۍ ریاست سږکال په میلیونونو نیالګي روزلي دي.

چارواکي وایي، چې د چارمغزو – غوزانانو ۷۰۰۰۰  نیالګیو په ګډون به سږکال په دې ولایت کې ۱٬۲ میلیونه نیالګي کېنول شي .

والي عبدالستاز میرزکوال نن د نیالګیو د کینولو پسرلني کمپاین پرمهال وویلې، سږنی کمپاین یې له ښوو نځیو پیل کړی، چې د پوهنې ریاست په همکارۍ به ښوونځي سرسبزه او د ممتازو زده کوونکو په نومونو به نیالګي کېنیول شي.

په ورته مهال د کونړد کرنې ریس وايي، سږ کال به په ۱۰۱۶ جریبه ځمکه کې د ستروسو او چارمغزو نیالګي کینول شي.

د کرنې رئیس انعام الله ساپی وایي، چې دا به په راتلونکې کې د خلکو په اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

ساپي وویل، دا نیالګي به په ترتیب سره په ښوونځیو، امنیه قومندانیو، لواګانو، پوستو او عامه سیمو کې وکرل شي، چې د هوا او چاپیرال په پاکوالي به هم اغیزمن تمام شي.

له دې وړاندې په ختيځ ننګرهار کې هم د نیالګیو د کینولو کمپاین پيل شو او د چارواکو یې ویلي، چې سږکال به تر ۲ نیم میلیونه نیالګي به کینوي.

خو بل لورته ښاریان او ځایي خلک بیا نیوکه لري، چې هرکال نیالګي کینول کیږي خو ساتنه یې نه کیږي.

خو چارواکي بیا ژمنه کوي، چې دا ځل به د نیالګیو پوره ساتنه او پالنه کوي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې په جلال اباد ښار کې مېرمنو بڼ کې د دې ولايت مېرمنو له لوري د نيالګيو کينولو کمپاين پيل شو، چې په ښار او ولسواليو کې به زرګونه نيالګي کينول شي.

د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې له دې کمپاين څخه يې موخه مېرمنو له لوري د نيالګيو کينولو او روزنې ته د پاملرنې اړول دي.

نوموړې په مېرمنو غږ وکړ، چې د نيالګيو په کينولو او ساتنه کې نارينه و په څېر برخه واخلي او يو – يو نيالګی کينوي.

د ولايت مرستياله وايي، چې دغه کمپاين به له ښار څخه ولسواليو ته هم وغځول شي، چې په ترڅ کې به يې زرګونه نيالګي مېرمنو له لوري کينول شي.

د دې کمپاين پر مهال د ښځو چارو رئیسې فتانې عزيز او يو شمېر نورو ښځينه مسئولينو هم شتون درلود.