fbpx

وړانګه او ثنا بېرته خوشې شوې، غونډه کې ګډون کړی

خبریال ډاټ کام: نږدې دوه ساعته وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې ښځینه مشرانې وړانګه لوڼې، ثنا اعجاز او عارفه صدیق د پاکستاني ځواکونو له لوري د لور لایي جلسې ته په لار نیول شوې وې خو له لږ ځنډ وروسته بېرته خوشې شوې.

وړانګه لوڼي، ثنا اعجاز او عارفه صدیق په داسې حال کې د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوې وې چې غوښتل یې د ارمان لوڼي د لومړني تلین پر مناسبت د لورلایي په غونډه کې ګډون وکړي او هم مهاله د منظور پښتین په ننګه هم غږ پورته کړي.

د پي ټي ایم دا ښځینه مشرانې وروسته له هغې د پاکستاني ځواکونو له لوري خوشې کړی شوې چې پر ټولنیزو رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پلویانو د ریاست پر ضد خپلې څرګندونې وکړې.

د معلوماتو له مخې دغه درې واړه ښځینه مشرانې د لورلایي جلسې ته د ستونزو سره سره بیاهم رسېدلي دي چې د ګډون ترڅنګ یې زرګونه خلکو ته وینا هم کړې ده.

د شهید ارمان لوڼي د تلین نمانځلو او د منظور پښتین په ننګه د غږ پورته کولو پر موخه نن په زرګونه پښتانه په لورلایي سیمه کې راټول شوي دي چې لاهم یاده تاریخي غونډه روانه ده او شېبه پر شېبه پراخیدونکي ده.

د دغې غونډې ګډونوال وایي، چې پاکستاني ریاست د غونډې د ګډوډولو پوره- پوره هڅه کړې ده، پر شاوخوا میدانونو یې اوبه راپریښي، د انټرنیټ چټک خدمات یې تړلي، د کراکرۍ څوکۍ یې بیرته وړي او په زرګونه خلک یې په لارو او نورو سیمو کې ایسار کړي دي، خو یاده غونډه لاهم دوام لري.

بلخوا په لورلایي کې د پاکستاني پولیسو مشرانو هم تایبد کړې ده چې ګواکې دوی د دې لویې جلسې د کولو مخنیوی کړی دی، دوی دا دلیل لري چې د پي ټي ایم پلویانو د جلسې وړاندې د اجازې پرته لاریون هم کړی دی.

خو لاریونوال وایي، دوی هغه مهال د ریاست پر ضد لاریون وکړ چې د غونډې ځای ته یې نه پریښودل خو دوی د زرګونه پښتنو د قافلو پر مټ په دې لویه غونډه کې ګډون کړی دی.

په غونډه کې همدا شېبه د ارمان لوڼي په یاد د هغه کړنې ستایل شوي او دغه راز د منظور پښتین د راخوشې کېدا په اړه د پي ټي ایم مشران بیلابیلې ویناوې کوي.

ارمان لوڼي په تېر (۲۰۱۹ ) کال لومړیو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري ډیر په بې رحمانه ډول په شهادت ورسېد چې اوس یې په لر او بر کې تلین نمانځل کېږي او د هغه د قاتلینو د نیولو غوښتنه کېږي.

د یادولو ده بلخوا بیا د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منطور پښتین هم دوه اونۍ وړاندې د پاکستاني ریاست له لوري نیول شوی دی چې د خلاصون پر موخه یې د پښتنو بیلابیلې هڅې روانې دي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com