fbpx

بنګله دېش د نولس کلنو نړیوال جام اتلولي وګټله

خبریال ډاټ کام: د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو پر دوام نن د دې سیالیو په پای لوبه کې د بنګله ېش نولس کلنې کریکټ لوبډلې په دریو ویکټو له هند لوبه وګټله او د لومړي ځل لپاره یې اتلولي په خپل نوم کړه.

د نولس کلنو سږنی نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و چې د بنګله دېش نولس کلنې لوبډلې پکې سږ کال اتلولي خپله کړه او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.

د نولس کلنو نړیوال پایلوبه د هند او بنګله دېش ترمنځ د سویلي افریقا په پوچیفسټروم کې ترسره شوه چې پکې پچه د بنګله دېش لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هندۍ لوبډلې د توپ وهنې پرمهال ټاکل شوي اورونه ونه لوبول او ټوله لوبډله یې په ۴۸ م اور کې د ۱۷۷ منډو په کولو سره وسوځېدله او بنګله دېشۍ لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ، خو دفاع یې ترې ونه شوه کړی.

د هندۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې بشسوي جیسوال تر تولو ډیرې ۸۸ منډې وکړې، ورسره تلک ورما ۳۸ او په وروستیو کې جوریل ۲۲ منډې جوړې کړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کې اویشیک داس درې مهم لوبغاړي وسوځول، ورسره شریف الاسلام ،تنظیم حسن شکیب دوه-دوه لوبغاړي وسوځول او رقیب الحسن هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

بنګله دېش ټاکل شوی د ۱۷۸ منډو هدف د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره په داسې حال کې پوره کړ چې ۱۷۰ منډې یې کړې وې، خو په لوبغالي کې باران پیل شو د باران د وریدا سره سم د (ډي ایل) میتود پر اساس لوبه د بنګله دېش لوبډلې ته په ګټه پای ته ورسېده.

د بنګله دېش لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې حسن ایمون ۴۷ او لوبډلمشر اکبر علي ۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې د هدف په پوره کولو کې ښه رول ولوبوه.

د هندۍ نولس کلنې کرکټ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې روي بشنویي څلور لوبغاړي وسوځول، دغه راز سشانت مشرا هم دوه مهم لوبغاړي له مخې پورته کړ، خو لوبډله یې ماته شوه.

دغه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره د بنګله دېش نولس کلنې کرکټ لوبډلې وګاټه چې په دې سره یې په ټول هېواد کې خوښي نمانځل کېږي.

د یادولو ده چې د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان نولس کلنه لوبډله هم ولوبېدله چې پکې د اووم مقام خپلولو وروسته کور ته راستنه شوه.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com