کور پاڼه / لوبي / آى پي ايل: نن راشد خان او مجيب ځدراڼ سره مخامخېږي

آى پي ايل: نن راشد خان او مجيب ځدراڼ سره مخامخېږي

د افغانستان مخکښو ورو توپ اچوونکو راشد خان او مجيب ځدراڼ لوبډلې نن ماښام ٧ بجې يو بل ته مخامخېږي.

د هند تجارتي ليګ يا آى پي ايل ١٦مه لوبه د کنګز اليون پنجاب او سنرايزر حيدراباد ترمنځ ترسره کېږي، چې په دواړو لوبډلو کې مخکښ افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره د راشد خان پرته محمد نبي هم شته، خو تراوسه پورې يې کومه لوبه نه ده ترسره کړې.

راشد خان او مجيب ځدراڼ دواړه تراوسه پورې په روان آى پي ايل کې ښه ځلېدلي دي او د هنديانو زړونه يې ګټلي دي.

د کنګز اليون پنجاب او سنرايزرز حېدراباد ترمنځ چې وروستۍ پنځه لوبې ترسره شوي دي، نو په هغه پنځوو واړو لوبو کې سنرايزرز حېدراباد بريا ترلاسه کړې ده.

خو نن به معلومات وشي، چې په دواړو لوبډلو کې کومه لوبډله بريا وړي او کوم افغان لوبغاړى ډېر ځلېږي.

Loading...

بیا وګوره

آى پي ايل: راشد خان ډېره ښه لوبه وکړه، ٢ ويکټې يې هم واخيستې

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان د سنرايزرز حېدراباد او چناى سوپر کنګز …

آى پي ايل: چناى حېدراباد مات کړ او پايلوبې ته لاړ

د هند تجارتي ليګ د کواليپاى پړاو په لومړنۍ لوبه کې چناى سوپر کنګز سنرايزرز …