fbpx

چارواکي: پولیسو تیره میاشت ۲۰۵ تنه مجرمین نیولي

خبریال ډاټ کام/ د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي د ننګرهار امنيه قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو، نشه يي توکو او تروريزم پر وړاندې مبارزې پولیسو د تېرې يوې مياشتې په موده کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د يو شمېر قضيو په تړاو ۲۰۵ تنه نيولي دي.

 

دوی وایي دغه راز پولیسو په تیره یوه میاشت کې سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي، وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.

 

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته د خبرو پرمهال وویلې، دوی ژمن دي او هیڅوک به غیرقانوني کړنو ته پرینږدي.

 

نوموړي زياته کړه، چې د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې پولیسو په تېره مياشت کې په ۱۰۱ قضيو کې ۱۳۶ تنه، چې پنځه عرادې وسايط هم ور سره دي نيولي.

 

نوموړی  وایي دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې پولیسو د ۴۶ عمليآتو په تر سره کولو سره د ۵۶ تنو سره ۱۰۴۹۲ کيلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي نيولي دي.

 

مياخېل وايي، چې د يادې قوماندانۍ د تروريزم پر وړاندې مبارزې پوليسو ديارلس تنو سره ۶۰۱۵ فيره مرمۍ، سرګلولې او چاوديدونکي توکي او ۱۳۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې نيولي دي.

 

دغه راز په ورته وخت کې د کورني امنيت مديريت ته د وسله والو طالبانو يو سرګروپ تسليم شوی، دولس ماينونه کشف شوي او لسګونه بېلابېلې مرمۍ، پټاقۍ او سرګلولې هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.

 

په ورته مهال امنیه قوماندان سمونوال محمد ايمل نيازي وويل، چې په نيول شويو کسانو کې ګڼ شمېر کسانو حرفوي غلو پورې تړاو درلود، چې د ولس په همکارۍ د پولیسو د شپه او ورځ هڅو پايلو کې نيول شوي دي.

 

نوموړي زياته کړه، چې پولیسو همدا راز د جمعه خان په نوم يو کس، چې په يو بل کس يې درې سوه زره امريکايي ډالره پور و د همغه کس له لوري په بېلابېلو پلمو پکتيا ولايت ته اختطاف شوی و، چې د ازادولو په موخه يې ترې اتيا زره امريکايي ډالر نور غوښتل؛ خو د امنې قوماندانۍ پولیسو په هڅو له هر ډول معاملې پرته روغ جوړ ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

 

د تښتونکو له منګولو خوشې شوی جمعه خان هم خوښ دی ، چې د پولیسو په هڅو يې ژوند او مال دواړه وژغورل شول.