fbpx

د پي ټي ایم په تړاو د افغان رسنیو د ګمراه کولو هڅه!

خبریال ډاټ کام: ځیني کړۍ هڅه کوي چې د پي ټي ایم په تړاو افغان رسنۍ ګمراه کړي، دوی په دې توګه د پښتون ژعورنې غورځنګ په اړه ناسم معلومات افغان رسنیو ته ورکوي چې نن یې ښه مثال د ګیلامن پښتین په اړه خبر ورکول وو.

نن ورځ په پاکستان او بهر کې د پي ټي ایم یو شمېر ضد کړیو افغان رسنیو ته ناسم معلومات ورکړي و چې ګواکې په بحرین هېواد کې د پښتون ژغورنې غورځنک غړی ګیلا من پښتین د انټر پول پولیسو له لوري ازاد شوی دی.

خو ګیلامن ته نږدې کسانو خبریال ډاټ کام ته وویل چې هغه لاهم د انټر پول پولیسو په زندان کې شتون لري او په افغاني رسنیو کې خپور شوی خبر حقیقت نه لري.

افغان خبریالان وایي، چې د افغانستان رسنۍ دې د پي ټي ایم د هر خبر په اړه پام وکړي، څو د دوی مبارزې ته پکې تاوان ونه رسيږي او پاکستان خپل هدف تر لاسه نه کړي.

د معلوماتو له مخې په پاکستان کې په رسنیو د پي ټي ایم په اړه هر ډول خبر ته کوریج ورکول منع اعلان شوی دی، نو په دې ترتیب د پي ټي ایم په اړه د یو شمېر کړیو له لوري افغان رسنیو ته هم ناسم معلومات ورکول کېږي.

نن د غرمې وړاندې افغان رسنیو ته ناسم معلومات ورکړل شوي و چې ګواکې په بحرین هېواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی ګیلامن پښتین د انټر پول پولیسو له لوري د نیول کېدلو وروسته بېرته ازاد شوی دی، خو شېبه وروسته یاد خبر ناسم وبلل شو.

ګیلامن پښتین هغه مهال په بحرین هېواد کې د پاکستان په غوښتنه د انټرپول پولیسو له لوري ونیول شو کله چې نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیول کېدلو په غبرګون د هغه په ننګه په بحرین هېواد کې په لاریونونو پیل وکړ.

وزیرستاني ځوان ګیلامن پښتین په بحرین هېواد کې تېرو دریو کلونو راهیسې ژوند او مزدوري کوي هغه د کار ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو له لارې د پښتنو لپاره د حق غوښتلو مبارزه هم پیل کړې وه.

ګیلامن پښتین تېره جمعه د پاکستاني ریاست په غوښتنه د انټرپول پولیسو له لوري نیول شوی دی اوس پاکستانی ریاست غواړي چې ګیلامن پښتین پاکستان ته وغواړي او هلته یې د حکومت پرضد د څرګندونو په قضیه کې محاکمه کړي خو پر وړاندې د لر او بر پښتانه کلک ولاړ دي او نه پرېږدي چې ګیلامن پاکستان ته ولېږل شي.

ګیلامن پښتین به په ټولنیزو رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ په ژوندۍ بڼه ویډیو کولې او د مشر منظور پښتین په ننګه یې د فعالانو سره خپلې څرګندونې شریکولې.

ګیلامن پښتین شاعر هم دی هغه په یو شمېر تمثیلي ویډیو ګانو کې د پښتنو د ویښولو لپاره خپل قردار ښودلی و او د پاکستاني ریاست د جبر او ظلم څخه یې هم د شعر او تمثیل په ژبه پرده پورته کوله.

د ګیلامن پښتین په نیول کېدلو باندې د پښتون ژغورنې غورځنک مشر محسن داوړ هم خواشیني ښودلې ده هغه په ریاست تور پورې کړ چې ګواکې څوک د حق غوښتنه کوي سم له لاسه یې نیسي.

هغه مهال محسن داوړ ویلي و چې د ګیلامن پښتین په راتګ سره به په پاکستان کې هیڅ محکمه هم په هغه څه ثبوت نه کړي ځکه هغه کوم جرم نه دی کړی.

د یادولو ده چې دا مهال د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین هم د ریاست پر ضد د وینا کولو په تور نیول شوی دی چې په دوو قضیو کې ضمانت منظوري شوی او دوه نورې قضیې لاهم پاتې دي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com