fbpx

تازه! د منظور پښتین د دریم ضمانت منظوري هم وشوه

خبریال ډاټ کام: څو شېبې وړاندې په ډیره اسماعیل خان سیمه کې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشر باندې د ثبت شویو څلورو قضیو له ډلې په دریمه قضیه کې هم د ضمانت منظوري وکړه او یوازې یې یوه وروستۍ قضیه پاتې شوه.

زمونږ د سرچینو د معلوماتو له مخې د نن سهار راهیسې د منظور پښتین په ضمانت د خوشې کولو عریضه باندې یو ځل بیا په ډیره اسماعیل خان محکمه کې پراخ بحث شوی دی چې په پایله د منظور پښتین په دریمه قضیه کې هم ضمانت منظور شوی دی.

د دریم ضمانت د منظورۍ خبر څو شېیې وړاندې د پي ټی ایم یوې مهمې سرچینې خبریال ډاټ کام ته تایید کړ اوې ویل چې همدا شېبه د محکمې سره په دریمه قضیه باندې هم خبرې روانې دي .

دغه سرچینه ډاډ ورکوي چې ډیر ژربه وروستۍ څلورمه قضیه کې هم ضمانت منظور شي او منظور پښتین به له زندان څخه ازاد کړی شي.

منظور پښتین دوه اونۍ وړاندې د باکستاني پولیسو له لوي د پېښور په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ونیول شو په هغه د ریاست له لوري تور لګول شوی و چې ګواکې په خپلو څرګندونو کې د پوځ ضد وینا کړې ده او هم یې د پاکستان د آیین په اړه ناسمې خبرې کړې دي.

خو د پي ټي ایم غړي وایي، چې منظور پښتین د پښتون قام لپاره عدالت غوښته او د ریاست د ظلمونو څخه یې پرده پورته کولو ځکه نیول شوی دی.

د پي ټي ایم یو شمیر سرچیني بیاوایي، چې په منظور پښتین د ریاست له لوري په لسګونه نورې جالي قضیې هم ثبت شوي دي خو هغه نه منل کېږي.

د منظور پښتین د نیول کېدلو وروسته د لر او بر سربېره په ټوله نړۍ کې پراخ احتجاجونه پیل شوي دي چې لاهم روان دي او ورځ تر یلې د غځېدا په حال کې دي.

د پښتین په ننګه د پي ټي ایم بل مشر محسن داوړ هم په ډیرو ناستو او احتجاجونو کې پښتنو ته ډاډ ورکړی دی چې منظور پښتین به ډیر ژر له زندانه په قانوني بڼه ازاد کړی شي.

محسن داوړ پرون هم د یوې جلسې پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنک د پلویانو او د لر او بر ټولو پښتنو څخه غوښتي دي چې د پښتین په ننګه دې خپلو احجتاجونو ته دوام ورکړي څو هغه له زندان ازاد کړی شي.

له دې وړاند محکمې د منظور پښتین به دوو قضیو کې صمانت منظور کړی و.

د یادولو ده چې پرون هم د ریاست پر ضد په لورلایي کې پراخه غونډه جوړه شوې وه او هم مهاله په کې د منظور پښتین د خوشې کولو غږ پورته شو.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com