fbpx

د کورنیوچارو وزارت وروستۍ امریه اندیښمنوونکې بلل شوې

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وروستۍ امریه ، چې په کې یې خپلو کارکوونکو ته په ټولنیزو رسنیو کې د شخصي څرګندونو څخه د مخنیوي په اړه وو غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د کورنیو چارو وزارت وروستۍ امریه د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو د محدودیت په مانا بللې ده.

 د یادې ادارې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت وروستۍ امریه د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د نقض مانا لري او زیاتوي چې په دې امریه کې د هېواد د نافذه قوانینو څلور موارد تر پښو لاندې شوي دي.

یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې لومړی دا چې منسوبین حق لري په کورنیو چارو وزارت کې د ادلون بدلون په اړه خپل نظر بیان کړي.

خبرپاڼه کاږي د یادې امریې درې نور موارد هم په ورته توګه د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

نی له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې ده، چې پر خپرې شوې امریې له سره غور وکړي څو په اړونده برخه کې راټوکېدلې اندېښنې له منځه لاړې شي.

په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو فیسبوک کې هم هم خلکو په دې تړاو غبرګونون ښودلی او د کورنیو چارو وزارت دا اقدام یې د بیان د ازادۍ محدودیدل بللي دي.

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال په خپلو کارکوونکو نوې امریه عملي کوي، چې په ټول هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې رسنۍ او خبریالان شکایتونه لري.

دوی وایي حکومت ورته پر وخت او اړین معلومات نه ورکوي او که ور یې هم کړي وخت یې تیر وي.

یو شمیر د نظر خاوندانو هم دا چاره د بیان د ازادۍ محدودول بللي دي.