fbpx

پر شفیق الله شفق د فساد له امله بندیز ولګېد

خبریال ډاټ کام: څو شېبې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په یوې خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ګواکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق باندې د فساد ضد قانون څخه د سرغړونې له امله نامعلوم بندیز لګېدلی دی.

د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې له امله له ننه تر وروستۍ پرېکړې صادرولو پورې بندیز لګولی دی.

یاده موضوع رسنیو ده په مکمله توګه ګونګه ښودل شوې، خو کرکټ بورډ ادارې یو شمېر مادې ذکر کړي دي چې ښکاري پکې شفیق الله شفق د افغان غوره لیګ او شپږیزې لیګ پر مهال لوبې فېکس کړي دي.

کرکټ بورډ وایي، چې د نوموړي سرغړونې، د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو پر مهال او دغه راز د یوې بلې دوسېې اړوند دي چې پکې نوموړی له قانون پر سرغړونې تورن شوی دی.

کرکټ بورډ وایي، شفق تورن دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د لاندې مادو څخه یې د لوبو پرمهال سرغړونې کړي دي.

د بورډ له لوری خپرې شوې مادې:

ماده : ۲-۱-۱ : د هر هغه تړون غړی جوړېدل یا هره هڅه چې له مخې یی د لوبې پاېله هرې خواته بدلون بیامومي، پرمختګ پکې راشي، ترسره شي او یا د لوبو په نورو اړخونو کې له وخت برابره شي.

ماده : ۲-۱-۳ : غوښتل، منل، وړاندیز کول او یا د بډې اخیستو منل او یا ورته نور امتیاز ترلاسه کول چې له امله یې له وخت وړاندې د لوبې حالت بدل شي او یا په یوه برخه کې مرسته وکړي، او یا په بله مانا په غیر مناسبه لاره په پاېله کې، پرمختګ ، ترسره کولو کې یې او یا د کورني کرکټ لوبې په بل اړه کې دخیل شي، او یا بډې اخیستل یقیني کړي او یا نور د فساد مشخص هدفونه چې په کورني کرکټ کې راپېښ شي.

ماده : ۲-۱-۴ : په لوی لاس غوښتل، چمتو کول، وړاندیز کول او یا د هڅولو هڅه کول او یا په نړېواله کچه بل ګډونوال ته زمینه برابرول چې له امله پکې له ۲.۱ مادې څخه سرغړونه وشي.

ماده : ۲-۴-۴ : د هغه وړاندیز یا بلنې په اړه په راپور ورکولو کې پاتې راتلل چې له مخې یې له دریو اړخونو یا افرادو لخوا د دوی په خوښه تا ته د لوبې حالت برابرولو کې د دوی د ډلې د غړي کېدو موافقه غوښتل کېږي.

ماده : ۲-۴-۵ : په یوه داسې مورد کې پاتې راتلل یا ترې انکار کول چې د کوم اړین دلیل پرته د فساد ضد څانګې ګمارل شویو مسوولینو ته د فساد کولو هر ډول وړاندیز معلومات شریک کړي، او دغه راز د هرې پېښې بشپړ جزیات، حقیقت یا مسلي توضیحات د کوم محدویت پرته ورکول چي پېښه کې د شریک کس پام ته راځي او یا د فساد ضد څانګې لپاره داسې اسناد په لاس کې لري چې له مخې یی کوم بل کس هم په ورته مواردو چې د فساد ضد څانګې سره سرغړونه کې شمېرل کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پر وینا شفیق لله شفق ته د روان ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشتې له نن ورځې یا ۱۰ نېټې وروسته ۱۴ ورځې مهلت ورکړل شوی، څو پر نوموړي د لګول شویو تورونو په اړه ځواب ووايي.

دیادولو ده چې شفیق الله شفق له ډیر وخت راهیسې د افغانستان د ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوی دی که چېرې یاد تورونه پرې ثابت شول نو نوموړی به له ستر بندیز سره مخ شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com