fbpx

طبعي پېښوته د رسېدنې وزارت احتمالي طبعي پېښو ته تدابیر نیولي

خبریال ډاټ کام/  د افغانستان طبعي پيښو ته د رسیدنې په چاروکې د دولت وزارت چارواکي وايي، په هغو څو ولایتونولپاره یې بېړني تدابیر نیولي کوم، چې په کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی.

د یاد وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي رسنیو ته ویلي، پيل کې یې هرات، غور، بادغیس، ، هلمند، ارزګان، کندهار او زابل ځانګړي کړي، چې ښايي په کې تر نورو مخکې سېلابونه راووځي.

عظیمي زیاتوي، د یادو ولایتونو لپاره لازم چمتوالي نیول شوي دی.

د نوموړي په خبره یاد شویو ولایتونو کې اضطراري کمېټو ته نقدې پیسې هم لیږدولي دي او دغه راز یې غذايي او غیرغذايي مواد هم ورته استولي څو له وړاندې چمتوالی ولري.

په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي زیاتوي، پر دې سربېره دوی د افغانستان په شمال، شمال ختیځ، او جنوب ختیځ کې هم  زیان لیدونکي ولایتوه په ګوته کړي، او په کې یې د احتمالي سېلابونو د راوتلو وخت او د زیان کچه هم اټکل کړې.

د عظیمي په وینا دغو پېښو پر وړاندې یې د چمتوالی یو پلان جوړ کړی، چې په همدې اونۍ کې به بشپړ شي.

یاد وزارت وروسته له هغه طبعي پيښو ته له رامنځته کیدو وړاندې دچمتووالي خبره کوي، چې له دې وړاندې پر دې وزارت خلکو له همدې امله نیوکې لرلي او ویلې به یې، چې پروخت له زیانمنو خلکو سره مرسته نه ترسره کوي.

د یادولو ده، چې هر کال د ژمي په تیریدو او د هوا په تودیدو د بارانونو اورښت او د واورو ویلي کېدل په ځینو ولایتونو کې د سختوسېلابونو سبب کېږي او له همدې امله ډیری وخت خلکو ته د سرو مال زیانونه هم اړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې د طبعې پيښو زیان لیدونکو سربیره په زیات شمیر هغه کسان چې جګړو بې ځایه کړي هم  سختو مرستو ته اړتیا لري.