fbpx

کابل: ځانمرګي برید د پوځیانو په ګډون ۶ تنه شهیدان کړي

خبریال ډاټ کام/ په کابل کې نن سهار یوه ځانمرګي بریدګر د خلکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې پوځیان او ملکي وګړي یې شهیدا کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار ۷ بجې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار پنځمه حوزه قمبر څلور لارې ته نږدې برید کړی.

یاد وزارت وایي، د برید په پایله کې دوه ملکیان او څلور پوځیان شهیدان شوي دي او دغه راز په دې برید کې د ۵ ملکیانو په ګډون ۱۲ نور ټپيان شوي هم دي.

په ورته مهال د دفاع وزارت بیا وايي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلور لاره کې یوه ځانمرګي بریدګر نن سهار د خلکو منځ کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت زیاتوي په دې چاودنه کې ۴ د ملي اردو سرتیري او یو ولسي وګړی شهیدا شوي دي.

د دفاع وزارت بیا د ۵ پوځیانو او یو ملکي وګړي د ټپي کیدو خبر ورکوي.

بل لورته د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، په دې چاودنه کې ۲ ولسي وګړي او ۳ سرتېري شهیدان شوي  او ۵ ولسي وګړي او ۷ پوځیان ټپیان شوي دي.

خو عیني شاهدانو بیا رسنیو ته ویلي، تر چاودنې وروسته ډزې هم شوي او سیمې ته امبولانسونه ورغلل.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی خو سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.

اجراییه رئيس عبدالله دغه برید ته په غبرګون کې پر ټوېټر دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې ترهګر د خلکو په منځ کې ځای نه لري.

کابل په دې وروستیو کې د وحشتونو دښار به نوم هم مشهور شوی وو ځکه خلکو ویلې په رڼا ورځې خلک لوټل کیږي او وژل کیږي خو مخنیوی یې نه کیږي.