fbpx

شاه سوار په تبلیغ پښېمانه شوی، بېرته موسیقي پیلوي

خبریال ډاټ کام: پاکستاني پخواني سندرغاړي شاه سوار له دوه کلن تبلیغ کولو وروسته خبر ورکړی دی چې نوره د تبلیغ لار پریږدي او یوځل بیا د موسیقۍ ډګر ته مخه کوي، خو پر وړاندې خلکو غبرګونونه ښودلي دي.

شاه سوار نن په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړې ده او ویلي دي چې دوه کاله کېږي نوموړي تبلیغ کولو ته مخه کړې ده، خو هیچا یې پوښتنه نه ده کړې او له خورا اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوی دی چې له همدې امله بېرته د موسیقۍ ډګر ته راوځي.

هغه وایي،” شاوخوا دوه کاله مې تبلیغ وکړ، خو هیچامې پوښتنه ونه کړه، اوس یوځلي بیا سندرې پیلول غواړم په دې توګه به دواړو دونیا او اخیرت ته کار کوم.”

د شاه سوار دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو ډیره لاس په لاس شوې ده چې په دې کار سره یې د خپلو مینوالو د لاسه ورکولو ترڅنګ خلکو کلک غبرګونونه ښودلي دي.

خلک وایي، شاه سوار په وروستیو کې ډیره ښه لار غوره کړې وه،خو په دې کار سره به خپله وروستۍ خاتمه هم خرابه کړي او د اسلام هغه جزبه به بېرته ترې ووځي.

داسې ویل کېږي چې “شاه سوار” د تبلیغ کولو پر مهال له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوی دی او غواړي د هنر له لاري خپلې اقتصادي ستونزې بیرته حل کړي.

پښتو موسیقۍ ته د شاه سوار بېرته د راتګ خبر د هغه یو شمېر نورو ملګرو په لومړیو کې ورکړی و او ویلي وو چې د یولړ مجبوریتونو له کبله غواړي بېرته موسیقۍ ته راوګرځي، خو نن په خپله شاه سوار هم یاد خبر تایید کړ او وې منله چې د ستونزو له کبله بیرته فن نه راوګرځېد.

شاه سوار شاوخوا ۲۷ کاله عمر لري د پاکستان په صوابۍ کې زیږیدلی دی، د خپل ژوند ډیره برخه یې په کراچۍ کې تېره کړې ده هغه په لومړیو کې موسیقي غوره کړه بیا تبلیغ او اوس بیا موسیقۍ ډګر ته راغلی دی.

شاه سوار کال وړاندې کله یې چې تبلیغ ته مخ کړې وه په خپله یوه مرکه کې ویلي وو “”چې شاوخوا اونیم کاله یې د یوه فن کار په توګه کار کړی دی، خو په خپلو کارونو باندې سخت پښېمانه شوی یم او ټول ژوند مې په ناسمه لار تېر کړ”

شاه سوار هغه مهال ویلي و چې په دې ژاړم کاش له فن کارۍ وړاندې مې تبلیغ ته مخه کړې وه ځکه چې مونږ چې څه ډول ژوند تېروو هغه ناسم دی، خو نن نوموړي بیرته اعلان کړی دی چې د موسیقۍ ډګر ته راستنیږي.

شاه سوار په داسې حال کې د تبلیغ لار پرېښوده چې کال وړاندې د نورو سندر غاړو هم غوښتي و چې سندرې ویل دې پریږدي او تیلیغ ته دې راشي.