کور پاڼه / خبرونه / بدخشان کې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

بدخشان کې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي تېره شپه په عملیاتو کې د دښمن ۲۷ کسان وژل شوي او له ۱۸ زیات ټپیان شوي چې په کې لسګونه بهرني جنګیالي هم شامل دي.

رضايي وویل چې د جرم ولسوالۍ عملیات په وروستي پړاو کې دي، خو وروسته به یې لمن یمګان، وردوج او راغستان ولسوالیو ته وغځول شي.

د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې پوځي عملیات نېږدې دوه اوونۍ مخکې پیل شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

مولانا طارق جميل په پښتنو ملنډې وهلي

د پاکستان يو مشهور عالم او د تبليغيانو مشر مولانا طارق جميل يو ځل بيا …