fbpx

ملي لوبډله د لوبو یوه میاشت وړاندې هند ته ولاړه

خبریال ډاټ کام: نن له غرمې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلېنډ پروړاندې د درې شل اوریزه نړیوالو سیالیو په موخه هندوستان ته ولاړه.

د افغانستان د کرکټ مسوولینو پر وینا چې ملي لوبډله د ایرلېنډ لوبډلې پر وړاندې د دریو نړېوالو شل اوریزه لوبو د ترسره کولو په موخه نن سهار له کابل څخه هند ته تللې.

افغان کرکټ ملي لوبډله به په هندوستان کې له شا وخوا دریو اونیو تمریناتو وروسته د مارچ په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه له ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې سره درې نړېوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

دغه لوبې به د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

دغو سیالیو ته افغان ملي لوبډله د تمرینانو پر موخه نږې یوه میاشت وړاندې د هند پر لوري ولاړه چې له همدې امله په ټولنیزو رسنیو د کرکټ مبصربنو کلک غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان د کرکټ مینوال او مبصرین وایي، چې هند ته یوه میاشت وړاندې تګ باید نه یی شوی، ځکه چې د افغان لوبډلې سیاله لوبډله دومره قوي نه بریښي.

د کرکت مبصرین د یوې میاشتې وړاندې تګ په اړه وایي، چې د تمریناتو پر مهال زیات مصارف کول د افغانستان د کرکټ په زیان دي، نو په دې توګه باید د د لوبو نږدې یوه اونۍ وړاندې لوبډله هند ته په سفر تللې وه.

خو د کرکټ بورډ مسوولین بیاوایي، چې لوبډله یې د دې لپاره هند ته پر وخت ولېږله چې دغو او راروانو سیالیو نړیوال جام او سیا کپ ته لوبغاړي بشپړ تمرینات ترسره کړي.

هند ته په تللو لوبغاړو کې د ملي لوبډلې یو شمیر تجربه ناکه لوبغاړي شتون نه لري یوازې د ۱۵ لوبغاړو پر ځای ۱۱ لوبغاړي تللي دي او پاتې څلور لاهم په هېواد کې دي.

د معلوماتو له مخې راشد خان لاهم په اسټرالیا کې دی نوموړی بېرته د بېګ باش لیګ څخه نه دی راګرځېدلی ، دغه راز محمد نبي د عمرې ادا کولو پر موخه د خپلې کورنۍ سره یوځای سعودي عرب ته تللي دي او اصغر افغان، ګلدین نایب لا په کابل کې پاتې دي.

د کرکټ بورډ پر وینا یاد لوبغاړي به هم ژر تر ژره د ملي لوبډلې سره په هند کې یوځای شي.

د یادولو ده چې د دغې لوبلړۍ مالي لګښت افغانستان په غاړه اخیستی دی چې ډیر ژر به د ایرلینډ ملي لوبډله هم هند ته راورسېږي .

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com