fbpx

نیوزیلینډ له هندۍ لوبډلې غچ واخیست

خبریال ډاټ کام: د هند او نیوزیلینډ ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې دریمه پرله پسې لوبه هم نیوزیلینډ په پنځو ویکټو وګټله او په دې سره یې له هندۍ لوبډلې څخه د شل اوریزو سیالیو غچ واخیست.

د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دریمه لوبه کې پچه کوربه نیوزیلینډۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه هند هم په لومړۍ توپ وهنه کې د پنځوسو اورونو په لوبولو سره د اووه لوبغاړو په سوځېدو نیوزیلینډ ته د ۲۹۷ منډو ستر هدف وټاکه.

د هندۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې منډې کی ایل راهول ۱۱۲، شیرایس ایر ۶۲ او منېش پنډیا بیا په ورستیو کې ۴۲ منډې وکړې چې د هدف په لوړولو کې ښه رول ولوبوه.

د نیوزیلینډ لپاره په توپ اچونه کې هامیش بېنېنټ تر ټولو ډیر څلور لوبغاړي وسوځول، ورسره نېشام هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ چې هندۍ لوبډله یې لوړ هدف ته پرېنښوده.

نیوزیلینډ د هندۍ لوبډلې له لوري د ټاکل شوي ۲۹۷ منډو هدف په ځواب کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سه په ۴۸ م اور کې ۳۰۰ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف یې په ډیرې اسانۍ سره ترلاسه کړ.

د نیوزیلینډ لپاره په توپ وهنه کې هنري نیکولاس تر ټولو ډیرې ۸۰ منډې وکړې، ورسره مارټېن ګپټېل ۶۶ او کولین دی ګرینډهوم هم په ورستیو کې ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې چې ټاکل شوی هدف یې پوره کړ.

د هندۍ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې چاهال درې مخکښ توپ وهوونکي وسوځول،ورسره تهکور او جدیجا هم یو-یو لوبغاړی له مخې پورته کړ، خو لوبډله یې ماته شوه.

دغه سیالي د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر سره وګټله او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم هنري نیکولاس ته ورکړل شوه، نوموړي نن تر ټولو ډیرې ۸۰ منډې کړې وې.

له دې وړاندې هندۍ لوبډلې له نیوزیلینډ څخه په خپل کور کې پنځه نړیوالې شل اوریزې سیالۍ په پرله پسې ډول وګټلې،خو په دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې بیا هندۍ لوبډله تش لاس پاتې شوه.

د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه نورې ټېسټ لوبې هم په نیوزیلینډ کې ترسره شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com