fbpx

انار مو روغتیا تضمینوي

خبریال ډاټ کام/ انار د ډیرو زیاتو ویټامینونو او معدني موادو په درلودو سره ډیرې حیرانوونکې ګټې لري، چې ځیني یې په لاندې ډول دي.

۱ انار د حامله میرمنو او د هغوی د راتلونکي ماشوم لپاره ګټه رسوي:

د انارو جوس یا اوبه د ډیرو ګټورو موادو په درلودلو سره نه یواځې دا چې امیندوارو میرمنو ته ګټې لري، بلکې د هغوی راتلونکي ماشوم د دماغو دپرمختیا لپاره هم ګته کوي. او هغه ناروغۍ چې د ماشوم بدني، نفسي او نورو پرمختګونو سبب ګرځي د انارو په استعمال سره له منځه ځي.

همدارنګه انار د اکساید ضد مادې لري، چې د دماغي زوال مخه نیسي.

۲ د انارو په استعمال سره جنسي کمزوري له منځه ځي:

انار داسې انتي اکسیدونه لري، چې د شیریانونو د سختېدو یا بندیېدو خطر راکموي او جنسي کمزورتیا په بشپړ ډول لمنځه وړي.

۳ انار د کم خونۍ مخه نیسي:

کله چې له انارو ډیره استفاده وکړئ، نو هغه اندازه اوسپنه چې په کې شته، ستاسو د وینې هیموګلوبین زیاتوي، او په همدې سره د کم خونۍ مخه نیسي.

۴:ـ له چاغوالي مو ژغوري:

انار په دومره اندازه ویټامینونه او فایبر لري، چې له چاغوالي مو ژغورلی شي او نه پریږدي چې د خیټې چوکاټ مو پراخ شي. ځیني څیړنې ښیي چې انار د کلیسترول په مخنیوي کې خورا مثبت رول لوبوي، همدارنګه پوستکی مو په ځانګړي ډول مخ مو تازه ساتي.

۵:ـ د تبې، ټوخي او ستوني درد مخه نیسي:

انار په کافي اندازه ويټامین c لري، چې د تبې، ټوخي او ستوني درد په راکمولو او د هغو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

۶ انار هډوکي قوي کوي:

دغه میوه په خپل ترکیب کې د کلسیم لرونکې هم ده، چې په استفادې سره یې ستاسو هډوکي قوي کیږي او نور به بیا هیڅکله ددې ناروغۍ په اړه اندیښمن نه شئ.

۷ نه پریږدي چې غاښونه منګ ونیسي:

که غواړئ چې غاښونه مو منګ ونه نیسي، نو هره ورځ یو ګیلاس د انار جوس وڅښئ.

۸:ـ له هاضمې سره مرسته کوي:

که د هاضمې له ستونزې سره مخ یاستئ، نو دغه مېوه باید په مکرره توګه وخورئ. دغه مېوه بېلابېل انزایمونه لري، چې کولای شي د بواسیرو او همدارنګه د هاضمې له خراب سیسټم سره مو مرسته وکړي او حتا دغه مېوه د کلمو منګونه هم وباسي.

راټولوونکی: الله نظر ترین